كوټه : د توغول سويو څلورو راكټونو له امله يوتن مړ درې ټپيان

خان زمان کاکړ | فبروري 8th, 2009


 

په كوټه كې نايېژاندو كسانو څلور راكټونه غورزولي چي له امله يې يو تن مړ او درې نور ټپيان سوي دي

د جنوبي پښتونخوا د مركزي ښار كوټي د كېنټ په سيمه كې له ناڅرګند لورې توغول سوي راكټونه  ودانيو ته نژدې لګېدلي او درنې چاودني يې كړي دي

د چاودنو له امله څلور تنه ټپيان سوي چې يوه ورسته په روغتون كې د ټپونو له امله سا وركړې ده او ويل كيږي چې د هغو نورو درو تنو ټپيانو حالت ښه دى

له پېښي وروسته دغي سيمي ته د عامو خلكو د  ورتګ مخه نيول سوې او د هغې سيمې چې راكټونه ځنې توغول سوي په هقله پلټنه روانه ده 

Copyright Larawbar 2007-2024