کور / تازه خبرونه / ورځپاڼو ته کتنه

ورځپاڼو ته کتنه

د ویسا خپلواکې ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په غټ سرلیک کې د امریکا د دیموکرات  ګوند د یو سناتور جوزیف لیبرمن په حواله لیکلي دي القاعده به بالاخره د افغانستان کې جبه کې ډوبیږي.

ورځپاڼې د نوموړي په نقل وړاندې لیکلي دي نړیوال ځواکونه باید په افغانستان کې یوه منظمه ستراتیژي ولري او د افغانستان امنیتي ځواکونه د شمیر او وسایلو له پلوه پیاوړې شي.

ورځپاڼې په  افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو د  حضور له امله د ځیږیدلو ستونزو په اړه هم یو مطلب خپور کړې او هغه يې د بوش د اته کلنې واکمنۍ میراث بللې دې.

ورځپاڼې په یو بل ځاې کې  د امریکا د مرستیال ولس مشر دا وینا راغستې چې د طالبانو په خلاف په جنګ کې پاکستان کولې شي څرګند رول ولوبوي.


د انیس دولتي ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په سر کې د افغان ولس مشر حامد کرزي په حواله لیکلي دي چې افغانستان به د ترورزم په خلاف په روانه مبارزه کې د نړیوالې ټولنې د متحد په توګه پاتې شي.

ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د مونیخ په امنیتي غونډې تبصره کړې او له ترورستي ډلو سره يې د مبارزې لپاره د امریکا او اروپا دریځونه څیړلي دي.

ورځپاڼې د خپلې تبصرې په دوام  امریکا او اروپا ته دا سپارښتنه هم کړې چې د پوځي حل لارې ترڅنګ د سیاسي پخلاینې مسله هم په پام کې وساتي. 


د ملي ارمان نا دولتي ورځپاڼې بیا پخپله سرمقاله کې لیکلي دي چې په افغانستان کې د پوځي عملیاتو په مهال د عامه خلکو د مرګ ژوبلې له مسلې نه باید سیاسي ګټه وانخستلې شي.

ورځپاڼې وړاندې لیکلي دي چې پخوا هم د عامه خلکو د مرګ ژوبلې په اړه مخالفت ښودل کیدو خو اوس افغان دولت پداسې حال کې چې د نړیوالې ټولنې لخوا تر انتقادونو لاندې دې د عامه خلکو د مرګ ژوبلې په اړه خپل انتقادونه زیات کړیدي.

ورخپاڼې په افغانستان کې د قضايي سیسټم په اړه په یو مطلب کې د امریکا د ملي امنیت د سلا کار په حواله لیکلي دي چې دا به ستره تیروتنه وي که افغانستان خپل قضايي سیسټم اصلاح نکړي.


د ارادې خپلواکې ورځپاڼې بیا د جرمني په مونیخ ښار کې د امنیت د نړیوالې  غونډې په اړه په یو مطلب کې د ناټو د عمومي منشي په حواله لیکلي دي چې اروپا باید افغانستان ته نور سرتیري واستوي.

خو ورځپاڼې په یو بل ځاې کې د امریکا د یو متقاعد جنرال په نقل لیکلي دي چې د افغانستان شته ستونزې د زیاتو سرتیرو په استولو سره نه هواریږي.

ورځپاڼه وړاندې لیکي چې د افغانستان په اړه د امریکا په هر اړخیزه ستراتیژۍ باید د ناټو د اپریل د میاشتې په سرمشریزه کې موافقه وشي.

د ورخپاڼې سرمقاله په افغانستان کې د نشه يې توکو په خلاف مبارزې ته ځانګړې شوې او پدې اړه د امریکايې سرتیرو رول هم څیړل شوې دې.


د کابل ټایمز انګلیسي ژبې دولتي ورځپاڼې هم د مونیخ غونډه څیړلې او هغو توقعاتو ته يې کتنه کړې چې افغانان يې پخپل هیواد کې د امنیت د په ټینګښت لپاره لري.

ورخپاڼې په افغانستان کې د ناټو د ځواکونو اکمالاتو مسله هم راغستې او لیکلي دي چې تاجکستان پدې برخه کې خپل تیارې څرګند کړې دې.

خو د افغانستان ټایمز انګلیسي ژبې خپلواکې ورځپاڼې بیا د افغان ماشومانو د ښوونې او روزنې مسله څیړلې او هغه لارې چارې يې په ګوته کړي چې تر ۲۰۲۰ میلادي کال پورې ټول افغان ماشومان وکولې شي ښوونځیو ته لاړ شي.


د اصلاح او هیواد دولتي ورځپاڼو هم د افغانستان او سیمې روان حالات څیړلي او بیلابیل مطالب يې پرې خپاره کړیدي.

هیواد پخپله سرمقاله کې پدې ټینګار کړې دې چې جګړه نه بلکه د سولې خبرې او اقتصادي وده د ستونزو د حل لاره ده.

ورخپاڼې پدې ترڅ کې د امریکا د ولس مشر بارک اوباما څرګندونو ته هم اشاره کړې چې ویلي یوازې په پوځي ځواک سره ستونزې نشي هواریدلې.

خو اصلاح بیا د کابل هرات ترمنځ د لوې لارې امنیتي ستونزې راسپړلي او لیکلي دي چې نا امنۍ ددې سبب شوې چې مسافرین تر ډیره د الوتکو په وسیله سفر وکړي.


د راه نجات نا دولتي ورځپاڼې هم په یو مطلب کې په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو د زیاتولو مسله راغستې او د امنیت په ټینګولو يې د هغې اغیزې څیړلي دي.

ورځپاڼې د امریکايې سرتیرو یو انځور هم خپور کړې چې پکې دغه ځواکونه له یوې څرخي الوتکې نه د کوزیدو په حال کې ښودل کیږي او لیکلي دي چې په افغانستان کې د امریکايې ځواکونو په زیاتیدو سره په افغانستان کې ستونزې لا زیاتیږي.

ورخپاڼې ویلي دي چې باید یوه افغاني ستراتیژي ولټولې شي څو د افغانانو غوښتنو ته ځواب وویلې شي.

ورځپاڼې په مونیخ کې د امنیت په اړه د نړیوالې غونډې جوړیدو ته هم اشاره کړې او د افغانستان په اوسني حالت یې د هغې اغیزې څیړلې دي.