کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / افغان دولت د ستونزو د حل په خاطر څه باید کړي وائ

افغان دولت د ستونزو د حل په خاطر څه باید کړي وائ

د ۲۰۰۱ م کال د سپټمبر یولسمه نیټه وه چې افغانستان د نړیوالو د پام وړ سیمه وګرځیده،په دغه مهال حالت او اقدماتو هر څه بدل کړل. نوي تحولات راغلل هغه کسان واک ته ورسیدل چې له واک څخه ګوښه کړل شوي و،هغوي د افغانستان د اسلامي امارت د چارواکو په وینا د شر او فساد محدوي ډلي وي،داسې چې هغوي نور د له منځه تلو په حال کې دي د افغانستان په جګړه کې نور داسې څوک پاته هم نه ؤ چې له طالب امارت سره دي مقابله وکړي ځکه د سپټمبر له یولسمي  نیټي دوي ورځي وړاندي د شمالي ټلوالي تر ټولوسترجګړییز قوماندان احمد شاه مسعود د یوه ځانمرګي برید په پایله کې چې ښایې په افغانستان کې به  لومړني دا ډول بریدو،له منځه ولاړ.

خو نړۍ او په کې روان حالت اټلکونه بل ډول کړل د القاعده د ډلې د مشر اسامه بن لادن چې د سپتمبر د یولسمي نیټي د ترهګریزي پیښي پړه پري وه،د طالبانو تر واکمنۍ لاندي سیمه کې پناه اخیستي وه.د امریکا پخواني ولسمشر جورج بوش ځوځله طالبانو ته وړاندیز وکړ چې نوموړي ور وسپاري خو طالبانو دا وړاندیز ونه مانه او لنډه دا چې د همدي کال د اکتوبر د میاشتي په اوویشتمه نیټه یعني د نیویارک د اسمانڅکو ودانیو له نړیدو دوي میاشتي وروسته امریکا په افغانستان برید وکړ.د طالبانو مخالفینو چې د ځواک  او مقاومت دستګاه یې په بشپړه توګه ویجاړه شوي وه  په دغه تحول سره نوي ساه واخیسته په طالبانو د ځمکې او هوا له لاري په پرمختللووسلو بریدونه وشول او په پایله کې د ۳۵ورځوپه تیریدو دوي مات شول او د حکومت لمن یې په پرله پیسي ډول له ټول افغانستان څخه ټوله شوه.تر هغه وروسته شمالي ټلوالي ته خدای ورکړه هغه ټلواله چې په خپل منځي جګرو کې یې ښکلي کابل کنډواله کړ هغه ټلواله چې طالبانو د شر او فساد ډله بلله هغه ټلواله چې د دغي پیښي نه وړاندي د ځان د ژغورلو لپاره له طالبانو سره هر ډول معاملي ته چمتو وه .

په هر حال طالبان وپرځول شول واکمني یې ړنګه شوه او له دي وروسته داسې انګیرني وشوي چې نور طالبان او د هغوي مقاومت پای ته رسیدلي په شمالي ټلوالي باور وشو او په لوړو پوستونو کې له مارشال نیولي تر چپراسي پوري دوی وګمارل شول. دریغه چې حالت د وخت په تیریدو سره بدلون وکړ.د افغانستان د جګړو ګټونکي بوش په ۲۰۰۳م کال کې یو ځل بیا دا هیواد له کوم مثبت بدلون پرته همداسې پریښود او هغه کسان یې د واک په ګدی کینول چې د افغانستان خلکو تري ښې خاطري نه درلودي.

امریکا او لویدیځو متحدینو یې د عراق د پخواني ولسمشر صدام حسین د پرځولو لپاره مټي را ونغاړلي هغوي په عراق تمرکز وکړ دلته هم طالبان منسجم شول د ورځوپه تیریدو پیاوړي شول او د لویديځو هیوادو له پر مخ تللو وسلو او تجهیزاتو سره د مقابلي چلونه هم دوي زده کړل لنډه دا چې د لویدیځ د ناسم برداشت له وجې طالبان مات نه بلکې پیاوړي شول.د دوی د پیاوړتیا یو لامل همدا و چې هغوي په ټولو برخو کې نادیده ونیول شول هغوي ته د دولت په پوستونو کې ځای ورنکړل شو ځای خو پریږده چې ډیر یې له کومي ګناه کولو پرته د ګوانتامو تر جیلونو ورسیدل. دا هغه چاره وه چې د طالبانو ځواک پري پیاوړی شو.

اوس چې د افغانستان جګړه د امریکا د دفاع د وزیر رابرټ ګیتس په وینا له څه باندي اوو کلونو وروسته لا هم تر ټولو ستره ننګونه ده څه ډول حل کیدای شي ایا امریکا به وتوانیږي چې افغانستان ته  دا جګړه د دیرش زرو نورو اضافي سرتیرو په رالیږلو  حل کړي ایا له طالبانو سره مخامخ جګړي او د تیرو پوځي تګلارو دوام به لویديځ هیوادونه خپلې موخې ته ورسوي.

خو لکه چې بریښي دغي مسالي ته منفي ځواب موجود دی دا ځکه چې د امریکا ولسمشر باراک اوباما د دغه هیواد د ولسی جرګي د دموکرات ګوند غړو ته په وینا کې وویل د افغانستان د مسالي د حل لپاره پوځي لار نه شي کیدای مونږ تر بري ورسوي او د بري لپاره مونږ باید روښانه او ځانګړی هدف وټاکو له پاکستان سره هم دیپلوماتیکي اړیکې پیاوړي کړو.بل لور د امریکا اروپایې متحدین هم افغانستان ته د اضافي سرتیرو د استولو له وړاندیزونو ستړي شوي دي المان ،فرانسي او هالنډهیوادو چې په افغانستان کې ډیر سرتیري لري ویلي نور اضافي سرتیري افغانستان ته نه استوي. په همدي حال کې د امریکا د ولسمشر مرستیال جوبایډن وایې مونږ بري ته تر رسیدو اوږده او ستونزمنه لار په مخ کې لرو.هغه د فوټبال د لوبې مثال ورکوي او زیاتوي د ګول تر وهلو مونږ اتیا متره  واټن لرو. نوموړي هم وایې د افغانستان د ستونزي حل پوځي لار نه لري.اوس نو څه کول په کار دي.

زمونږپه آند د امریکا نوي اداری ته چې مشري یې باراک اوباما کوي په کار ده چې د بدلون شعار په عمل کې پلي کړي .له طالبانو  سره د جګړي پرځای هغوي باید د خبرو اترو میز ته را وکاږل شې که شمالي ټلوالي او د افغانستان نورو اوسیدونکو   ته په دولت کې د ونډي چانس شته طالبان ولي تري بي برخي شي اوباما باید هغه غوټه چې پر لاس خلاصیږي او ظاهرا دومره ستونزمنه چاره هم نه ده باید له خولي د دغي چاري لپاره کار وانخلي.

په هر حال  د افغانستان د ستونزو د پای ته  رسولو لپاره تر ټولو غوره لار خبري دي خبري دی او بیا هم خبري…..

دولت او نړیوالي ټولني  په افغانستان کې ستري تیروتني کړي داسې چې دغه تیروتني باید نوري تکرار نه شي  عادی افغانان د القاعده او وسله والو مخالفینو په نامه ونه نیول  شي خپلسري بمبارۍ بندي شي د خبرو اترو فضا ته کار وشي او د تیرو حالاتو نه په عبرت اخیستو نوي تګلاره جوړه شي داسې تګلاره چې په کارولو یې امریکا او لویديځ متحدین ستړي نه شي  طالبان او د دولت نور ټول مخالفین وپوهیږي چې دوي ته په دولت کې د ونډي ورکولو چانس شته نړیوال پوځونه د افغان امنیتی بنسټونو په غښتلي کولو کې کار وکړي د خپلو وتو لپاره مهال ویش وټاکي. په افغانستان کې د حل هره لار د افغانانو پریکړو ته درناوي دی په تیرو اوو کلونو کې افغانان پرینښودل شول  چې خپل برخلیک په خپله وټاکي پښتنو ته چې د هیواد ستره برخه جوړوي او د هیواد ډیرکې ده د بنسټ پالي په توګه وکتل شو فکر وشو چې د پښتون  قوم په ګوښه کولو دوی کولای شي حالت د لږکیوپه ذریعه را کابو کړي خو اوس په خپله لویديځ هیوادونه دا یوه ناسمه اخیستنه بولي رویټرز خبري آژانس څه موده وړاندي په یوه تحلیلي راپور کې خبرداری ورکړې و د افغانستان لانجه تر هغو نه حل کیږي څو چې پښتون قوم ته په واک کې د پراخ ګدون زمینه  برابره نه شي.افغان شنونکي وحید مژده هم دغه آژانس سره په مرکه کې دا خبره سمه بللي  او ویلي یې دي پښتون قوم د افغانستان په بیلابیلو پړاونو کې واکمن قوم پاته شوي دي او د دغه قوم په وړاندي هر ډول منفي دريځ ستونزي پراخولای شي .

د اسلامي ګوند مشرګلبدین حکمتیار چې دا مهال د نړیوالو پوځونو له لوري تر څارلاندي دی ویلي امریکاپه سیمه کې  یو لړ ستري تیروتني کړي  سیمه ییز حالت یې کړکیچن کړي او په کار ده چې په هره برخه کې له سره کتني وشي.

حکمتیار وایې پخواني روسیې هم په افغانستان کې د زور له لاري خپل پلان پلی کاوه خوپاته راغی اوس به امریکا او اروپایې هیوادونه چې مالي کړکیچ ځپلي هم پاته راځي. او له افغانستان څخه به کوم بري ته له رسیدو پرته وځي.

پایله داشوه چې نړیوال باید  د افغانستان د ستونزي په وړاندي هر اړخیز بدلون رامنځته کړي د جګړو پر ځای خبري اتري غوره وبولي. د دولت ټولو مخالفینو ته په حومت کولو کې ونډه ورکړل شې او دا هغه چاري دي چې ښایې د لویدیځ والو له خوا پلي شي.ځکه هره لانجه کیدای شي د خبرو له لاري حل شي نه د زور او جګړي له لاري. دولت او نړیوالي ټولني باید دغه چاره وړاندي تر سره کړي وای چې په دي صورت کې به اوسني حالت را کابو شوي وای.