کور / تازه خبرونه / پاکستان بايد د فعاله تروریستانو پر ضد اقدام وکړي

پاکستان بايد د فعاله تروریستانو پر ضد اقدام وکړي

د شينهوا خبري آژانس خبر ورکړ چي پرتاب مکرجي د هند د بهرنيو چارو وزير نن يکشنبه وويل چي که پاکستان ډير ژر د هغو کسانو پر ضد چي د بمبئي په تروريستي حملو کي د هند لخوا معرفي سوي دي لازم اقدام ونکړي، نو لا ډير نور څه  هم کېدلای سي .

د هند د بهرنيو چارو وزير د هند د حاکم کمونيسټ ګوند په غونډه کي وويل چي: هيڅوک بايد داسي فکر ونکړي چي دغه ستر هيواد د شرايطو سره د مخامخ کېدو په هکله نا توانه دی . موږ په تکرار سره وايو چي اوس هم  زموږ  د انتخاب و مخي ته ټولي لاري خلاصي دي .

آژانس وايي چي د هند د بهرنيو چارو وزير زياته کړېده چي د پاکستان دولت بايد پر خپل لوز باندي  چي په خپله خاوره کي د فعاله ټروريسټانو پرضد به اقدام کوي، ولاړ وي .

موکرجي زياته کړه :  داسي بايد و نسي چي د نړۍ والي ټولني توجه بې لاري کړل سي . لاس په کار شی او هغه کسان چي دتروريستي کړو تر شا پټ دي و محکمې ته  را کش کړی . خو نوموړي دې خبري ته هم وضاحت ورکړ  چي د تروریزم سره جګړه د هيڅ دين پرضد نده داځکه چي  هيڅ يو دين هم  د تروریزم سره تړاو نلري او سرحدونه  نه پېژني .

دتير نوامبر په مياشت کي ټروریستي حملو په بمبئي کي  ۱۷۳ تنه ووژل . ډهلي په دې باور دی چي د لشکر طيبه په نامه يوې نيمايي پوځي ملېشې چي په پاکستان کي مېشته ده ددغو حملو تر شا ولاړ وو.