د نامتو ټولنپوه گل پاچا الفت د زوکړې سلمه کليزه ونمانځل شوه
د لغمان په ولايت کې د نامتو ټولنپوه گل پاچا الفت د زوکړې سلمه کليزه ونمانځل شوه.
مهترلام: د لغمان ولايت د اطلاعاتو کولتور د رياست په نوښت په نوموړي ولايت کې د نامتو ټولنپوه شاعر او ليکوال گل پاچا الفت د زوکړې سلمه کليزه د يوې پرتمينې غونډې په ترڅ کې ونمانځل شوه . غونډې ته له کابل څخه د اطلاعاتو کولتور وزير عبدالکريم خرم ، د اطلاعاتو کولتور د وزارت د ځوانانو د چارو مرستيال ظاهر غوث ، د نوموړي وزارت د بهرنيو اړيکو مشاور زردشت شمس ، د اطلاعاتو کولتور د وزارت اداري مرستيال نجيب منلى ،د لغمان والي لطف الله مشعل، د کونړ والي فضل واحد وحيدي، د ننگرهار د اطلاعاتو کولتور رييس اورنگ صميم او د ختيځ زون يو شمېر ژورناليستانو برخه واخيستې وه.
د غونډې په لومړۍ برخه کې يو شمېر پيغامونه ولوستل شول د غونډې څخه وروسته د اطلاعاتو کولتور وزير عبدالکريم خرم ، د کونړ والي فضل واحد وحيدي او د لغمان والي لطف الله مشعل د مهترلام ښار يو څلور لارى، چې د (گل پاچا الفت) په نوم نومول شوى و. د پټۍ د پريکولو په ترڅ کې پرانستل شو بيا د غونډې لوړ پوړې ميلمانه د گل پاچا الفت مزار ته ورغلل او دغه مزار،چې په نوې بڼه جوړ شوى و پرانست د گلونو گيډۍ يې پرې کېښودې .
د لغمان د کرنې د رييس محمد اسماعيل دولتزي له خوا ورکول شوي نيالگي د گل پاچا الفت د مزار په چاپير يال کې د اطلاعاتو کولتور د وزير عبدالکريم خرم، د لغمان د والي لطف الله مشعل ،د لغمان د اطلاعاتو کولتور د رييس عبدالوکيل اټک او نورو لوړ پوړو چارواکو په لاس وکړل شول .