کور / تازه خبرونه / چمن : درې تنه افغان بنديان خوشي اوخپل هيواد ته وسپارل سو

چمن : درې تنه افغان بنديان خوشي اوخپل هيواد ته وسپارل سو

درې تنه افغان بنديان د سزا له تېرولو وروسته خوشي سوي او خپل هيواد ته سپارل سوي دي

دجنوبي پښتونخوا د چمن ښار په جېل كې بند درې تنه افغانان د ټاكل سوې سزا له تېرولو وروسته خوشي سوي او افغان چارواكوته ته سپارل سوي دي

دغه درې تنه چې نومونه او سيمي يې نه دي په ډاګه سوي ډېره مده وړاندي په بې قانونه توګه پاكستان ته د ننوتلو په تور كې نيول سوي او په زندان كې اچول سوي و