کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / ټولټاکنې؟ او که د ملت یوې دودیزې جرګې ته رجوع کول…!

ټولټاکنې؟ او که د ملت یوې دودیزې جرګې ته رجوع کول…!

کله چی مې دا لیکنه پیل کړه، یو افغان دوست راته وویل: دا مه لیکه، ګټه نه کوي. هغه بل دوست خو نور هم راوړاندې شو او وې ویل: په چټیاتو بوخت یې…؟!. خو زه وایم، زما انساني او افغاني احساس ما  قرار ته نه پریږدي، کنه تاسو هم بد نه ویاست.


زما د هیواد غمیزه چې د فلسطین د قهرمان ملت تر څنګ بله جوړه په دې نا کراره نړۍ کی نلري، نوره د بی تفاوتۍ له کچه وتلي ده. آخر دومره ظلم او تیرۍ!! آخر ولې؟؟ تر څو ژوندۍ یم فقط دغه د فبروري د اومې نیټې د زابل ولایت د شهر صفاء د ولسوالۍ د مظلومو وطنوالو کوکې او بوغارې به چې د ناټو د هوایی بمبارد په واسطه په وینو کې لمبدیلي، هیرې نه کړم…؟!.


نن سبا یې په هیواد کی د ټولټاکنو بازار راتود کړۍ، آیا دا د افغانستان د ټول ملت غوشتنه او ضرورت دۍ او که یا هم د بهرنیو یرغلګرو او د لس فیصده افغاني ملي خاینانو او هیواد پلورونکو د شخصي ګټو د تامین او هوا او هوس لپاره…؟!. که د اروپا په یوه هیواد کی د افغانستان په شان جګړه روانه وي، آیا هغه هیواد کی به ىوي ټولټاکنې وکړي او که لومړی به هرومرو جګړه ختموي…؟!.


د ۲۰۰۶ م کال د دسمبر په میاشت کی یو افغاني کنفرانس د هیواد د روان مصیبت د چارې لپاره د هالند په هیواد کی جوړ شوۍ وه او د اعليحضرت مرحوم غازي امان الله خان زوی عالي جناب ډاکټر احسان الله خان (د افغانستان) هم پکښی ګډون وال او حاضر وه، ما دې غونډې ته لاندې وړاندیز تقدیم کړ:


درنو وروڼو او خویندو! زمونږ ګران خو وران افغانستان اوس اوس په یو ډیر کړکیچن او لوی مصیبت کی قرار لري. سره د دې چې د نوي دولت څخه چې د بن د غونډې په نتیجه کی په هیواد کی ځای پر ځای شو، دغه ده پنځه کاله تیر شول لیکن په وطن کی مطمین امنیت نشته او د نوي په سلو کی د افغانستان د خلکو د ژوند په بد حالت کی او د هیواد راتلوونکې هم مجهوله ده. له بلې خوا زمونږ ملی یووالی ته بالخصوص د غوایی د کودتا څخه پس لوی زیان رسیدلۍ، نړیوال زبرځواکونه او زمونږ ګاونډي هیوادونو زمونږ ملي ګتې تر پښو لاندی کړي او په یو اړخیز ډول یواځې پر خپلو ګټو پسې روان دي.افغانان توهین شوي او ظلم او تیرۍ پرې شوﺉ دﺉ. په داسې بحراني وضعیت کی مونږ افغانان د یوه ملي مشر او ملي زعامت د کمبود سره چی د هیواد مطلق اکثریت پرې راټول شي، مخامخ یو. د پورتنۍ لنډې تبصری پر بنسټ زه دغه وړاندیز کوم:


د افغانستان اوسنۍ دولت یو مریض، معیوب او ناکام سیاسي جوړښت او په هیڅ ډول د ملت استاذۍ نه دۍ، بناء د اوسنۍ ولسي جرګې او مشرانو جرګې او قضاء په ګډون باید ساقط شي. په عین وخت کی دې د افغانانو یو لویه جرګه په پلازمینې کابل کی جوړه شي. دې لويې جرګی ته دی داسې افغاني استاذي راشي، چی خلکو ته یې خپل امتحان ورکړۍ وي. هیځ ملي خاین او جنګي مجرم ته باید په جرګه کی د ګډون اجازه ورنکړای شي. زمونږ د ملي اتحاد او اتفاق د بیرته اعادې لپاره دې د جرګی مشرتوب د افغانستان د نامي پاچا اعلیحضرت مرحوم غازي امان الله خان د زوی پاچا زوی ډاکټر احسان الله خان ته ور وسپارل شي. د جرګې امنیتي او لوژستیکي مسایل دې د ذیدخلو هیوادو پر غاړه وي او دا پدې خاطر چې د افغانستان د اوسني مصیبت یوه مولده خوا همداء بهرنیان دي.جرګه دې یو موقتي حکومتي ادارجوړه او بیړنۍ حالت دې په هیواد کې اعلان کړي.دا اداره دې ډیرۍ انرژي د هیواد هر اړخیز امنیت ته وقف کړي. د اوسني دولت د وسله والو مخالیفینو سره باید واضح او عادلانه خبرې وکړي او د هغوی غوښتنو ته دې غوږ ونیسي. او زمینه دې یوه واقعا ملي او د خلکو د آرزو سره سم دولت رامنځ ته کولو ته برابره کړي. همداء لویه جرګه دې د بهرنیو پوڅی قواوو د بیرته وتلو لپاره یو وخت ویش جوړ او ملت ته دې اعلان کړي. زما په دغه وړاندیز دې د کنفرانس غړي رایې ورکړي، د اکثریت د ګټلو په صورت کی دې دا وړاندیز د ملګرو ملتونو ادارې او اروپایی اتحادیی ته واستول شي.


متن دری پیشنهاد من:


برادران و خواهران محترم! کشور ما افغانستان عزیز اما ویران شده فعلا در حالت و یا وضعیت نهایت نا ګوارقرار داشته، اینک با وجودیکه از استقرار دولت جدید بعد از کنفرانس بن مدت پنج سال سپری شد، لاکن در کشور امنیت مطمین و سرتاسری مستقر نشده و هم سطح زندګی اکثریت قریب به نود فیصد مردم شریف افغانستان در وضعیت ناګوار و آینده مجهول قرار دارد. از جانب دیګر شیرازه وحدت ملی و تفاهم اجتماع افغانی بالخصوص بعد از وقوع کودتا ثور ۱۳۵۷ هجری صدمه بزرګ دیده ، قدرت های مداخله ګر جهانی و کشور های همسایه صرف نظر از منافع ملی ما افغانها فقط به منفعت های یک جانبه خویش اندیشیده و ملت تحت ظلم ما همیشه مورد تحقیر و تجاوز بوده است. در چنین اوضاع بحرانی افغانها سخت دچار کمبود یک رهبر و یا مشر قابل قبول برای اکثریت مطلق مردم افغانستان هم میباشند. بناء با در نظر داشت مقدمه کوتاه پیشنهاد ذیل را ارایه میکنم:


دولت فعلی مستقر در افغانستان یک ساختار سیاسی مریض، معیوب و ناکام و نماینده ملت افغان نبوده، بناء به شمول ولسی جرګه و مشرانو جرګه و قضاء باید ساقط شود. در عین جریان یک لویه جرګه ( مجلس ملی) مرکب از افغانهای امتحان شده نزد ملت در پایتخت کابل دعوت و ترتیب شود. هیچ خاین و مجرم ملی در کار این جرګه راه داده نشود. بخاطر تامین اتحاد واتفاق ملی ازهم پاشیده ما افغانها، ریاست این مجلس به جناب عالی شهزاده داکتر احسان الله خان (د افغانستان) فرزند پادشاه نامی کشور مرحوم اعلیحضرت امان الله خان غازی سپرده شود. مسایل امنیتی و لوژستیکی این جرګه را باید ممالک ذیدخل در قضایای افغانستان بدوش بګیرند و آن بخاطریکه مولد این حالت ناهنجار  فعلی کشور ما همین ممالک خارجی هم میباشند.  اعضاء این مجلس یک اداره موقت را تاسیس نموده و حالت اضطرار را اعلان کرده و نهایت انرژی خود را به تامین امنیت مکمل در مملکت معطوف ساخته، با مخالفین مسلح دولت فعلی مذاکرات واضح و صریح و عادلانه را صورت دهد. و به خواسته های ایشان توجه نماید.اعضاء این لویه جرګه با قواء خارجی موجود در کشور مذاکرات نهایی را انجام داده و جدول زمانی خروج این قواء را ترتیب نموده و ملت افغانستان در جریان ګذاشته شود. بالای این پیشنهاد من اعضاء کنفرانس رای ګیری نموده، در صورت قبول اکثریت، محتواء آن به سازمان ملل متحد و اتحادیه اروپایی ارسال شود.


پاچا زوی ډاکټر احسان الله خان د سر په اشاره زما څخه مننه وکړه او کوم اعتراض یې نه لاره. په هر حال ، زما دې وړاندیز ته یو شمیر افغانانو تود هر کلی ووایه، لیکن په کل کی بی اهمیته پاتی شو. بعضی ډاریدل، بعضی دوه زړه ول او بعضی مخالف او بعضی بی علاقی او بی تفاوته…!!.


اوس چی له هغه وخته پوره دوه کاله تیریږي، که د ګران افغانستان اوضاع ته نظر واچوو، حالت نور هم خراب دۍ. نن په هیواد کی په شلو ولایتونو کی پوره امن خو څه کوې، جګړه روانه ده او د دې جګړې اصلی تاوان او بار بر ناحقه د افغانستان خوار ولس په اوږو وړي. هیواد اشغال او مونږ سیاسی او هم اقتصادی استقلال نلرو.اوس باید ټولټاکنی وشي او د دې ټاکنو لګشت هم بهرنی هیوادونه ورکوي.آیا پداسی اوضاع کی د دې شلو ولایتو افغانان به څنګه په عادلانه ډول وکړای شي، په ټاکنو کی ګډون وکړي؟؟. زه اوس هم وایم چی نه!! دا لړی دې ودرول شي. بی له ځنډه دې ترتیبات یوې لویې جرګې جوړولو ته ونیول شي. دې لویی جرګې ته دې د وسله والو مخالفینو مشران، ملا محمد عمر اخوند او ګلبدین حکمتیار راوبلل شي. د هغوی نومونه دې د تور لست څخه وایستل شي او مناسب اطمینان دې ورکړل شي. څه بده خبره به وي که اوس هم د دې لویې جرګی افتخاري مشرتوب پاچا زوی ډاکټر احسان الله خان ته ورکړل شي. جرګه دې په یوه موقت حکومت یا ادارې سره اتفاق شي. کیدلای شي دا موقت حکومت تر دوو یا درې کالو پورې دوام وکړي او داسی یو سیاسی سیستم دې افغانستان ته جوړ کړي، چې د هیواد ډیرۍ ولس پرې خوښ وي. د جرګې غړي دې د بهرنیو پوځي قواوو د بیرته وتلو لپاره زمانی جدول جوړ کړي او ملت ته اطمینان ورکړي. پدې توګه به دا کرغیړنه جګړه ختمه شي او دا ډیر ځوریدلۍ ولس به د مصیبت له کندې څخه راووځي او د راحت سا به واخلي.په غیر د دې صورت کی به یو ډول برګې ټولټاکنې وشي او یوه بشره به د هیواد ولسمشر شي، لیکن جګړه به روانه وي او دا هردم شهید ولس به بر ناحقه خپلې وینې ورکوي…؟!.


دا ول زما عرایض، باقي لوی الله ښه عالم دﺉ.
پای