کور / راپور / كندهار: دپنځلس كلنو ځوانانو د فوټبال سيالۍ پيل سوې

كندهار: دپنځلس كلنو ځوانانو د فوټبال سيالۍ پيل سوې


دغه سيالۍ د (ځوانانو د پرمختګ او ګډون ) تر نامه لاندي تېره ورځ د كندهار په ميرويس ليسه كي په حال كي پيل سوې چي د كندهار ولايت ولايت معاون غلام جيلاني همايون  د اطلاعاتو او كلتور رئيس عبدالمجيد بابى د سپورټ امر محمدالله ګلالي د پوهني د رياست چار واكو او ګڼ شمېر زدكونكو برخه درلوده.
دغه سيالۍ په كندهار كي د ځوانانو د اړيكو او معلوماتو د مركز له لوري په لاره اچول سوي دي.
د كندهار د ځوانانو د مر كز مسول سميع غيرتمل په خبره د دې سياليو موخه په كندهار او سيمه كي ځوانان سپورټ او لوبو ته تشويقول دي.
د دې سياليو د پرانيستني  په پيل كي د ولايت معاون غلام جيلاني همايون دغه سيالۍ  د كندهار بلكي دافغانستان په سطحه د سپورټ په برخه كي يو مهم ګام وباله.
په غونډه كي ګڼ شمېر برخه والو ويناوي واورولې او وروسته د دې سياليو لومړۍ لوبه چي د كاكاسيداحمد او مشرقي ليسي د فوټبال د لوبډلو تر منځ وه پيل سوه، چي لوبه يو د صفر په مقابل كي د مشرقي ليسي په ګټه پاى ته ورسېده.
دغه سيالۍ چي په پام كي ده يوه اونۍ به دوام وكړي، د كندهار د اتو ليسو تر څنګ دوې ازادي لوبډلي هم برخه لري، او د لوبو په پاى كي د هري لوبډلي لپاره د سپورټ مكمل لباس هم په پام كي نيول سوى دى.

بايد وويل سي چي د دې سياليو ټول لوبغاړي پنځلس كلن ځوانان دي او دوى ټول خوشحاله ول، چي د لومړي ځل دپاره په كندهار كي د دغسي سياليو زمينه ورته برابرېږي.