کور / شعر / د پردیـس پسرلی

د پردیـس پسرلی

دسبا وږمه چي راسي = نوي نوي غوټۍ واسي
بلبلان نغمه سرا سي
د خوښۍ صحنه خپره سي = خویوزه په زړه خوږمن یم
آه پردېس د بل وطن یم

لاس په لاس یاران تیریږي = یــو و بل ته هوســــیږي
په ورو ورو سره مسیږي
زه د زړه سره ژړا کړم = له نصیبه ګیــــله من یم
آه پردېس د بل وطن یم

په ګلو نو پټ سوه غرونه = غاټول سره کړه شنه د ښتونه
زلمي نجوني کړي سېلونه
نو به څه دا پسرلی کړم = پرور ده د خپل چمن یم
آه پردېس د بل وطن یم

څوک مي نسته چي یې یاد کړم = په لیدو یې زړګۍ ښاد کړم
بېلتون هسي نامراد کړم
زړه ته تېر ملګري نسته = چي یې میني ته نیازمن یم
آه پردېس د بل وطن یم

د خندا تلقین رامه کړه = په ژړا مي زړګی ښه کړه
ستا چي زړه وي هغه وکړه
ما نو پرېږده چي همدا سي = په زړې میني دردمن یم
آه پردېس د بل وطن یم

تر دې شنه آسمان را لاندي = ډیري سترګي ژړا کاندي
څوک خبر نه سوه پرې باندي
زه هم دوی سره ژړا کړم = په سرو سترګو یې مین یم
آه پردېس د بل وطن یم

تبصره نسته

  1. grana wrora lazh,sabr aow hawsila waki,,,,
    chi karzai awo khandan ya tola na chala kizahi,,,
    zaka da kandahryanoo da sabar kasa nora daka sawee da,,,
    noor wa karzai ta his zarorat nasta, chi sa aksolamal waki,,,

  2. وروره پرقلم دي افرين شه چي داسي حقيقت دي ويلي دي، دمور شيدې دي سه، اسدالله خالد خو ټول افغان ولس پېژني چي يو ***دئ ، دى خو پرېږ ده هرډول چي دى وي به ، پاته سو كرزى لالا!! ديوه ولسمشر په صفت دي دده هم *** سي چي دداسي يوه *** سړي ملاتړي، اصلا كرزي *** نلري ، څوكاله مخكي كله چي اسدالله دكندهاروالي وو خلكوكرزي ته يو اوږد ليك وليكه اودكندهاردمشرانودزړه درد يي ورته ښكاره كړيوو، په ليك كي يي دهغو *** نومونه هم ليكلي وه چي *** ، همدارنګه دكندهارولايت لپاره دبازسازى هغه پيسي چي كندهارته وركول كېدې ټولي يي په *** او په ***مصروفولې، دې *** په دوبۍ كي په هغه هوټل كي هفتي هفتې تېرولې چي يوه شپه يي په ۴۰۰۰ ډالره ده! ( داخبره ماته يوه عيني شاهد وكړه)، كرزي ته دليك له رسيدوسره سره هغه ملاماتي پاړسيبان هم غوږ كوڼ واچاوه او ده ته يي نور شاباسى هم وركړ

    اوس چي خلكوله كندهاردهرچاپه واسطه چي وي پسي واخيست نو بيا داپاړسيبان كرزي دده شا ته ودرېد اودوزارت چوكۍ يي وركړل، خو شكردى چي دا پارلمان سته !!، پارلمان چي دا ***يي ښه پېژندلئ لا يي پسي رسواكړ اوله وزارته يي پيسي واخيست، خو پاړسيبان كرزي دوهم واري بيالكه هغه مات *** پارلمان ته دور پوري وهلوهڅه كوي، سياف كه داسدالله خالد ملاتړ كوي خو *** به يي وي او خپل *** يي لده قربان كړيوو مګر په دا (( قرضي)) صاب څه وسول چي داسي پوري موښتى دى؟ دى خو نه *** دى او نه يي په *** كي ګذاره ورسره كړېده. لوستونكوكه مي په ليكنه كي بې ادبي كړېوي معاف مي كړى ځكه زړه مي ډېر درد كوي ، داخبري مي هم كرزي ته اوخالي ته دزړه له درده ليكلي اوزړه مي ددې حقايقودپټولووس نه درلود!!! تماس : sadiq_kdr@yahoo.com

  3. دا چې اسدالله خالد ښه دی او که بد نو په دې لیکنه کې د هغه د کړنو څه نمونې شته دي او زه تر ډیره حده د لیکنې د محتوی سره موافق یم.
    خو دغه عکس او لیکنه هیڅ سر نه سره خوري ځکه چې په دې عکس کې ښاغلی اسدالله خالد د کوم د افتتاح په صورت کې لیدل کیږي او د دې ونیدويي کوي چې ګواکي هغه کاریګر سړ ی دی.
    نور تاسو خپله ښه پوهیږی

  4. په پک چه رشخند وهې ورته وايه چه څوڼه وره ، اسدالله خالد که د کرزي د فاسدي اداري يو غريب سړې وو نو د کرزې په غريبه اداره کې تر نوموړې ډېر داسې غريبانان وجود لري چې سهېل لوېديځ ورور بايد ورته په خدای واس وېشلو کې حق اوليت ورکړې .

  5. دا ليکنه په رښتيا هم ډېره په زړه پورې او پر حقايقو ولاړه وه! اسد الله خالد په رښتيا هم هغه بد نوم دى، چې په اورېدو يې د هر چا ذهن ته عياشي، زنا، خيانت، شرابخوري، لواطت، بد اخلاقي، بي کفايتي او د داسې نورو ډېرو لويو-لويو کمزوريو نومونه ورځي! … په رښتيا هم ټول کندهاريان شاهد دي، چي ده په کندهار کې څه وکړل؟! په دې اړه ستاسو ټولې ذکر سوې بېلګې پر ځاى دي. په حقيقت کې دى تر دې هم يو ډېر لړلى او چټل انسان دى. ځکه دا خو يې صرف هغه کړنې دي، چې موږ-تاسې ورڅخه خبر يو؛ او خداى خبر چې نوموړى لا د پردې تر شا څونه نور په مرداريو کې غرق و ترک دى! … او افسوس زموږ پر دې نااهله، ټنبل او بې تدبيره ولسمشر (حامد کرزي)، چې بيا هم يو داسې چټل انسان پر شا پسې ټکوي او هڅوي! ځکه اسد خالد خو د دې وړ دى، چې د محکمې مېز ته راکش کړل سي او د خپلو ټولو ناولتياوو پوښتنه ترې وسي! … (لېکن دا هم بايد زياته کړم، چې يو وخت به ښاغلى کرزى هم ضرور د دې هر څه ځواب ورکوي! …) خو په هر حال؛ دا هم په خپل حال کې يوه ډېره لويه خبره ده، چې ولسي جرګې نور دغه په اخلاقي فساد ککړ او چټل انسان د کوم چارواکي په توګه ونه مانه! او زه فکر کوم، چې دا به د دوى په دې څو کلونو کې يوه تر ټولو پر ځاى پرېکړه وي! ….
    … ستاسو د همداسې نورو ليکنو په هيله، چې د ملت په ګټه او د داسې فاسدو اشخاصو له بدرنګو او ناولو څېرو څخه د نقابونو پورته کوونکې وي!
    ښاد واوسئ
    مننه

  6. اى د ناځوانو زامنو رښتېا چى اصلې پښتانه نه ېاست
    هرچا چى دلته رد او بد وېلى دېر ژر به خپله سزا ووېنې له اوله تر اخره په قوم پرستى اخته ېاست ولى که اسدالله خالد کندارى واى او بېا دورانې واى چى شپه او ورڅ مو په *** نو هېڅ خبره به نه واې خو اوس د غزنې دې او بل داچې غلجى ده

  7. ګورئ ګرانو ورڼو!
    ددی ناولي حکومت کوم یو له خرزی(کرزی) نیولی تر مومن ماما پیاده پوري د خیر کار کړی دی،
    نو هاغه د چا خبره چی : له سیمر مرغه تر چوتکی پوري یی …….. نو که زما مشوره منئ نو په دی رزیله اداره باندی که چا زړه تړلو بس د څان غولول دي

  8. سلام ګرانو ورڼو .د زړه د درده دا يو دوي ليكي نظر او ليكنه په
    كندهارى لحجه !
    ارمان مي هغه كندهارۍ غاړي دي چي اسدالله به اغوستلې .
    نسته هغه د پخوا كندلخاني كندهاريان .
    د ګل اغا شيرزي په وخت كي د هلكانو د وركيدو پر سر مظاهري كيدي،خلګ ښارو ته راوتل
    او دوكانونه ټول تړل كيدل ،ولي چه هلكان وركيدل ،كه څه هم ګل اغاشيرزي د كندهار د
    خلګو د پاره ډير خدمت كړي دي كه يي خدمت نه دي كړي هغه يو بابا صاحب ،شااغاه ،د
    حاجي بابا زيارت ،غازي پارك خو يي زما د پاره جوړ كړي وو،خو چي د كندهار پر خلګو نه
    معلوميږي هغه بيا بله خبره ده ،ددي خلګو د پاره اسدالله هم لږ و، خو كله چي به اسد
    الله هر رقم كارونه كول كه به يي موردګوي كول كه به يي شراب خوري كول كه به يي ښځي
    په عينو مينه كي رخصولي ،د موري زوي به هيڅ نه ورته ويل ، ولي چي دي د زلمي خليلزاد
    اخښي و،تبليغيان يي ايله كړي وه چي دى د زلمي خليلزاد اخښي دي ،او دي هره ورځ د ډير
    فعالت په خاطر پر مړټر سايكل بازار ته راوزي ،خو نسته هغه د پخوا غيرت مند
    كندهاريان .
    هغه حاجي ماما -احمد ولي كرزي – چي په ۱۳۸۳ كال كي د لوي احمد شا بابا په عالي ليسه
    كي د جشن پر مهال د زرغونه انا عالي ليسي د نجونو د اټن ګروف بند كړ او داود بارك
    يي په چپلاخه وواهه حاجي ماما وويل دا خو زموږ د دود او كلتور څخه وتلي كار دي چه
    ته يي كوې داود باركه .
    زه د يو متعليم په حيث هلته نااميده ولاړ وم هيڅ مي هم نسواي ويلائ ،نه پوهيږم چي
    حاجي ماما د اسدالله په قيصو نه وو خبر او كه يي ځان نه په خبراوه ،او كه يي لاس نه
    په لګيده چي اسدالله ته يي هم هغه رقم حيدري كندهارۍ چپلاخه وركړي وايي،
    د اسدالله د واكمني په پاي كي هغه غيرت مندو كندهاريانو يو ستاينليك هم وركړه چي
    پكي نويشته وه ….. موږ اسدالله خالد ته د ډير فعاليت په خاطر چي ده د كندهار په
    تاريخي ښار كي ډير كاروونه كړي موږ دغه ستاينليك وركوو…..
    مړه دي وي د كندهار دښمنان مړه دي وي د كندهار د خلګو دښمنان مړه دي وي هغه كسان چي
    دكندهاري دود او كلتور څخه يي ناوړه استفاده كوله

  9. زه نه کند هاری یم نه اسدالله خالد له نږدي پیژنم زه د خالد سیمه وال یم خو دده جنایتونه په غزني کی هم بی شمیره دي ، یو عیاش، خاین، او رزیل انسان دی چې تاریخ یې شایي لو په یاد ولري یوازی کارمل او احمد شاه مسعود.
    دا ریګ چی په عکس کی وینۍ دا دده شخصي ریګ دی چی ده دبازسازی لپاره خرڅاوو

  10. اۍ افسوس چي دا واقيعت دي د ده دحکمراني په دوران کي ويلي واي او زموز زړونه دي په را يخ کړي واي لکه چي اوس دي زړونه را يخ کړل خو اوس هم سل افرين او سل شاباس

  11. د خالد د پستۍ بیلګه د پښتنو په تاریخ کې کمه میندل کیدای شي. هغه به له قانوني نه پیسې اخستې او احساساتي طالبانو ته به یې لیږلې چې د پښتنو په سیمو کې جګړې وکړي. قانوني ورته ښکاره ویلي وچې (که هلته جګړه وي، زموږ دوام ډیریږي.) ده ته خپل ورور ویلي و چې (که قانوني دومره پوهیږي چې د پښتون په کور د جګړې دوام کې خپله بقاویني، نو ته خو هم پښتون یې، ته یې ولې کوې؟ ) د خالد ځواب څه و؟ تاسو خپله هم پوهیږۍ: (زما یې په پښتنو څه، زما پیسې په کار دي)
    نورې پستۍ یې یادول ضرور نه دي.
    خو افسوس د کرزيانو په انتخاب چې پول پښتون شرموي!!!!

  12. اسد الله خالد ، استاد سیاف ، حامد کرزۍ او … دا ټولو جهاد کړۍ دۍ نو بیا خو دا کارونه د ملت په حق کی د یو مجاهید ورور حق دۍ . ملت دی د کندهاریانو په اصطلاح … ورته ټینګه کړې او که ﺉ نه ټینګوې نو کوۍ به څه ؟ امریکا خو پروند هم ددوۍ ملا تړې وه او نن هم ده یواځی دلوبی شکل ته تغیر ور کړۍ نو وایو به چی : را غلۍ جهادې نظام وېن لره او ګرانو هیوادوالو … ټینګی کړۍ !
    ګران لوستونکې دی ما ددی ځو بی ادبو جملو د لیکنې په و جه و بخښې . د دېی مستندی لیکنې په لوستو می د زړه درد دومره زیات شوچی د وطن پر حالاتو می په کل کی اوبیا د لوۍ کندهار پر حالاتو می په خاص ډول په ژړا ژړا په دی لیکنه دزړه غم لږ کړۍ وسلام / پوبل