کور / تازه خبرونه / روزګان : ناټو بيا ملکي کسان ژوبل او وژلي دي

روزګان : ناټو بيا ملکي کسان ژوبل او وژلي دي

د ناټو د عامه اړيکو ددفتر له خوا لراوبر ته په رارسېدلې خبرپاڼه کي ليکل سوي چي ددوی سرتېرو د پنجشنبې په ماښام په روزګان کي د طالبانو سره وسله واله نښته وکړه چي له امله يې د خبرپاڼي له مخي طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده ، خبرپاڼه زياتوي چي د ناټو د خوا په ډزو کي يو شمېر ملکي کسان هم ژوبل سول او ځيني ووژل سول ، ناټو د مرګ ژوبلي دقيقه شمېره نه ده ښودلې خو د خواشينۍ په ډول يې د خپلو کسانو له خوا د ملکي وګړو ځاني زيان منلی دی .

دا په داسي حال کي ده چي  د عملياتو او پلټنو پر مهال په پرله پسې ډول عامو وګړو ته يا خو درنه مرګ ژوبله اړول کېږي او يا يې د دود او کلتور سپکاوی کېږي . کارپوهان يادي سوي نادودي د افغان دولت د ناکامۍ او بهرنيانو پر وړاندي د کرکي او نفرت زياتېدو مهيم لامل بولي .