کور / تازه خبرونه / په امريكا كې د الوتكي د راغورزېدو له امله ۴۹ تنه وژل سوي

په امريكا كې د الوتكي د راغورزېدو له امله ۴۹ تنه وژل سوي

د امريكا يوه مسافر وړونكې الوتكه هوايي ډګر ته نژدې راغورزېدلې ده چې له امله يې ۴۹ تنه وژل سوي

د مالوماتوله مخي دا پېښه هغه مهال رامنځ ته سوې چې له نيوجرسي ايالت څخه روانه الوتكه دبوفيلو هوايي ډګر ته نژدې په يوه داسي سيمه كې راغورزېدلې چي ډېر خلك په كې ژوند كوي .

ويل كيږي چې په دې الوتكه كې د شپېتو قريب مسافر سپاره و . د پېښي له امله نهه څلوېښت تنه وژل سوي خو دا نده څرګنده چې وژل سوي ټول په الوتكه كې سپاره كسان و كه د سيمي خلك هم په كې شامل دي