کور / تازه خبرونه / ارزګان : د ناټو د یوه عسکر په ګډون ۱۷ کسه وژل شوی

ارزګان : د ناټو د یوه عسکر په ګډون ۱۷ کسه وژل شوی


ارزګان : د ناټو د یوه عسکر په ګډون ۱۷ کسه وژل شوی. 


په ارزګان ولایت کی په دوه جلا پیښو کی پنځه ملکی ،یو ناټو عسکر،او یولس طالب جنګیالی وژل شوی دی .


تیره شپه د ارزګان ولایت مرکز په ترینکوت کی د سره مرغاب په کلی کی په یوه کور باندی ایساف او افغان ځواکونو برید ترسره کړ ، چی  په  پایله کی دری ماشومان ،یوه ښځه او یو هم نارینه وژل شوی او اوه نور چی ښځی ،ماشومان او نارینه پکی شامل دی سخت ټپیان شوی دی. محمد ګلاب د جنایی جرایمو سره د مبارزی امر لر او بر ته وویل : آیساف ځواکونو یو مشکوک کس یی د ځان سره بیولی هم دی .


 د یو بل خبر له مخی تیره ورځ وسله والو طالبانو د اورزګان ولایت د خاص ارزګان په ولسوالی وسله وال برید تر سره کړ ، چی دواړو غاړو ته سخته نښته رامځته شوه ، د محمد ګلاب خان په وینا په جګړه کی یو آیساف سرتیری وژل شوی او یو پولیس او یو ملی اردو سرتیری ټپیان شوی دی.


د محمد ګلاب په قول یولس طالب جنګیالی هم وژل شوی او جسدوونه یی په میدان پاتی دی، خو قاری یوسف د طالبانو ویاند وایی په جګړه کی ټوله مرګ ژوبله  امریکایانو او ملګرو ته  یی اوښتی ده او طالبانو ته تلفات نشته.