جالب خبر: د ناټو او آيساف ۲۰۰۰ زره ميله وسله ورکه شوې ده

د لراوبر اداره | فبروري 13th, 2009


د امریکا او ناټو دوه سوه زره میله اتومات توپک او راکیټونه په افغانستان کې ورک شوې دې .
د سویډن د معتبرې ورځپاڼی  سید سوینسکه په حواله دا اسلحه د افغانستان د ملې اردو په نامه افغانستان ته لیږ دیدلې ده خو په رښتیا اسلحه اوس د طالبانو په لاس کی ده او د ناټو او امریکا ﺉ قوتونه پر ضد ورنه کار اخیستل کیږې .


ددی رپوټ خپره ونکی سر چینه د امریکا د  جی ، ای ، ؤ  تفتیش ډله ده چی دا مطلب ﺉ د امریکا د ولسی جرګې غړو ته په رسمی توګه پروند د پنج شنبی په ورځ وړاندې کړۍ .
ددی کار اصلې علت د امریکاﺉ چار واکو خراب کنترول ښودل شوۍ دۍ .
د ډلی په رپوټ کی راغلی چی ددی سلاح اته اویا زره میله د امریکا او یو سل او پنځه دیرش زره میله د ناټو په قواو پوری اړه لرله .
هغه اسناد چی ددی سلاح په اړوند موجود دې دومره خراب دی چی د نور اداری او قضاﺉ تعقیب وړ ندی ګڼل شوې .
د ې ډلی افغانستان ته تر سفر وروسته لیکلې چی په دغه اسنادو کی نه د سلاح نمری او نه هم د استونکی او اخیستونکې ادرس لیکل شوۍ دۍ .
د ډلی په فکر دا سلا یا غلا شوې او یا ورکه شوې ده .

Copyright Larawbar 2007-2024