کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / تدابير، تدابير او بيا هم تدابير !

تدابير، تدابير او بيا هم تدابير !

دا دتدبير لفظ که څه چې پخوانى دى خو افغان چارواکي يې له تيرو اوو کالو راهيسې خورا ډير کاروي.دتدابيرو پورې يوه ټوکه راياده شوه وايي چ د پخواني شوروي اتحاد په حکومت کې به جلسې ډيرې کيدې نو کوم وزير ولسمشر ته وړانديز کړى و چې صيب خلک ددې ډيرو جلسو نه تنګ شوي او دنور دخبرو پر ځاې عمل غواړي،نو ولسمشر ورته په ځواب کې ويلي و چې يوه جلسه راوغواړۍ چې ستا په وړانديز خبرې وکړو،خير که په پخواني شوروي کې جلسې ډيرې او کار لږ و نو په افغانستان کې هم تدابير ډير دي خو عمل نشته ،خبره مې په کابل کې دتيرې ورځې دبريدونو کوله.


زه دښاغلي اتمر په څير دکابل دتيرې ورځې بريدونه داسلام اباد او ممبي سره نه پرتله کوم،درانه لوستوونکي به خبر وي چې سږکال داتم دثور په جشن کې  دتيرې ورځې په څير يوه  پيښه رامنځ ته شوه چې ولسمشر سره دخپلو درباريانو په لږ څه کې بچ شو،پر سبا يې په ګذرګاه هم تاوتريخوالى پيښ شو،کله چې دافغان حکومت دامنيتي چارو درې لوړ پوړي چارواکي(ددفاع کورنيو چارو وزيران او دملي امنيت لوې ريس) ولسي جرګې ته وروغوښتل شو نو درې واړه په سرکوزي ډول دملت له استازو نه دبخښنې غوښتنه وکړه او ويې ويل چې دوې ته دې يو بل چانس ورکول شي،دملت استازي هم تيروتل او دې درې واړو داړه مارانو ته بيا پر خپلو څوکيو دپاتې کيدو چانس ورکړ،خو کاشکې چې دوې په خپلو ژمنو عمل کړى واې او ددوې په وينا دا ځل يې سم تدابير نيولي واې .


تر دې دوو پيښو وروسته دکابل دسرينا هوټل پيښه دولسمشرۍ دماڼۍ په ګاونډ کې رامنځ ته شوه، همدا څه موده وړاندې په کابل کې دجرمني سفارت مخې ته پيښه او دادې دا ځل په يو وار دعدليې وزارت ته دپنځو تنو وسله والو ننوتلو دا وښودله چې نه تدابير شته او نه هم رښتينولي بلکې يوازې دخلکو په سترګو کې شګې اچول دي،تيره شپه دامريکا غږ راډيو ته يو تن تليفون وکړ چې کابل ته دڅومره لرې ځايو نه دا وسله وال په وسلو او ځانمرګو واسکټونو سمبال راځي څوک پرې نه خبريږي خو چې کله عمل تر سره کړي نو بيا يو ساعت وروسته دملي امنيت اداره وايي چې دا پلان په فلانيک ځاې کې جوړ شوې و او دوې پرې خبر وو خو …..


زه ددې تليفون کوونکي له خبرو او نيوکې سره سل په سله موافق يم دملي لمنيت دادارې دنده داده چې دمخامخ جبهې تر شاه کار وکړي او دخپل دښمن پلانونه په نطفه کې شنډ کړي خو دوې نه يوازې دا چې ددې وړ تيا نه لري بلکې دا ډول پيښو ته  پخپله زمينه برابروي ،تر اوسه هيڅوک پيدا نه شو چې دملي امنيت اداري سره داسې حساب وکړي چې په دې تير کال کې مو څومره پيسى لګولي او په بدل کې مو څومره ددښمن پلانونه او توطيې شنډې کوي،که قضاوت ولس ته پريښودل شي نو ولس تر واسه دملي امنيت ديو څو زنګ وهلو توغنديو نه چې هغه يې هم ښايي پخپله چيرته ځاې پرځاې کړي او وروسته يې دخپلو لاسته راوړنو په توګه دتلويزيون پر پرده خلکو ته وښايي نور هيڅ هم نه دي ليدلي .


راځئ پر دې هم قضاوت وکړو چې هغه څوک چې په کابل کې دتيرې ورځې پيښې يې ترسره کړې ډير امکانات لري که زموږ دملي امنيت اداره ،څرګنده ده چې دملي امنيت ادارې امکانات تر بل هر ارګان نه لوړ دي،زه وايم چې ولسي جرګه بايد دا ځل داسې ګام پورته کړي چې تر مخه يې دامنيتي ادارو ټول چارواکي له دندو ګوښه او دمحاکمې ميز ته راکاږي او نور ددوې په ځوړندو سرونو ونه غوليږي او دا ځوريدلى ولس نور ددوې له شره خلاص کړي، دهمداسې يوې ورځې دراتلو په هيله !