کور / تازه خبرونه / ننګرهار: واورو او باران څلور تنه وژلي

ننګرهار: واورو او باران څلور تنه وژلي

د ننګرهار په حصارک ا و خوږياڼو ولسواليو کې واورو او باران څلور تنه وژلي اود يو شمېر خلکولسګونه څاروي هم مړه شوي دي. د حصارک د غوږيزې په سيمه کې يو تن سپين ږيری او درې تنه کوچنيان واوورو وژلي او د خلکو پنځوس سره مالونو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی.په خوګياڼو کې بيا باران درې کورونه نړولي او دېرش غواګانې يې وژلي دي. د سيمې خلک وايي چا ورسره تر دې دمه مرسته نه ده کړې، خو د ننګرهار چارواکي وايي بېړنۍ مرستې به ورسره وشي