ريجرد هولبرك كابل ته رسيدلئ او تمه ده چي نن د كرزي سره وګوري
دافغانستان او پاكستان لپاره د امريكا د ولسمشر ځانګړى استازى ريجرد هولبروك تيره ورځ پلازميني كابل ته رارسيدلئ .
ويل كيږي چې نوموړى به له افغان لوړ پوړو چارواكو سره په دغه هېواد كې د نړېوالې ټولنې پر دندو او په سيمه كې دځينو نورو موضوعګانو ترڅنګ پر امنيتي حالت هم خبرې وكړي .
د بارك اوباما ځانګړى استازى په داسي حال كي كابل ته سفركوي چي له راتګ يوه ورځ دمخه يي په كابل كي څو خونړي ځانمرګي بريدونه وشول .
تمه ده چې ښاغلي هولبروك بۀ دافغانستان له ولسمشر حامد كرزي سره وګوري او په ځينو مهمو مسايلو پرې خبرې وكړي .
خودسياسي چارو شنونكي په دې اند دي چې دهولبروك دغه كتنه به افغان ولسمشر ته داچانس وركړي ترڅو له امريكا له نوي ولسمشربارك اوباما سره خپلې اړيكې ښې كړي .
بل لورته دسياسي چارو څيړونكى فضل الرحمن اوريا وايې چې كرزي به په هيڅ ډول ونه كړاى شي چې دامريكا دولسمشر ملاتړ له ځان سره ولري چې دى دې پرې بريالي شي . دښاغلي اوريا په وينا د امريكا دځينو لوړپوړو مشرانو له لورې په ولسمشر كرزي نيوكي ډيرې شوي دي .
دنوموړې په وينا كرزى اوس له ايران سره خپلې اړيكې ښې كړي او غواړې لدې وروسته دايران ملاتړ له ځان سره ولري . او نورې ټولې غربي نړۍ سره په شكل داشكالو اړيكې ترينګلي شوي دي .