کور / تازه خبرونه / هولبرك: كابل ته له يوه ځانګړي پيغام سره راغلى يم

هولبرك: كابل ته له يوه ځانګړي پيغام سره راغلى يم


افغانستان ته د متحده ايالاتو ځانګړى استازى چي پرون يې له افغان ولسمشر حامد كرزي سره وليدل، وايي دغه هيواد ته له يوه ځانګړي پيغام سره راغلى دئ.
نوموړي وويل د امريكا حكومت د حامد كرزي د منتخب حكومت ملاتړ كوي او د باراك اوباما پيغام يې افغان ولسمشر ته سپارلى دئ.
ريچارډ هولبروك د ولسمشر اوباما له خوا افغانستان او پاكستان ته ځانګړى استازى مقرر سوى، چي تېره اونۍ يې اسلام آباد او د پنجشنبې په ورځ كابل ته سفر وكړ.
د امريكا د سفارت چارواكي وايي نوموړى به له افغانستان څخه وروسته هندوستان ته هم ولاړ سي.