کور / تازه خبرونه / حامد كرزى: امريكا ته ځانګړى پلاوى لېږم

حامد كرزى: امريكا ته ځانګړى پلاوى لېږم


د افغانستان ولسمشر حامد كرزي د امريكا له ځانګړي استازي ريچارډ هولبروك سره نن سهار په يوه خبري كنفرانس كي وويل چي امريكا ته يې د ځانګړي پلاوي د لېږلو پرېكړه كړې ده.
ولسمشر كرزى وايي د بهرنيو چارو د وزير ډاكټر رنګين سپنتا په مشرۍ به ډېر ژر يو پلاوى امريكا ته ولېږي.
د حامد كرزي او امريكا ترمنځ اړيكي خپله د ولسمشر كرزي په وينا د باراك اوباما په راتګ سره سړې سوي دي.
نوموړي د پنجشنبې په ورځ د الجزيره ټلوېزون سره په مركه كي وويل چي د باراك اوباما سره يې تر اوسه خبري نه دي كړي، په داسي حال كي چي له پخواني ولسمشر ډبليو بوش سره به يې په هرو ۱۵ ورځو كي يو مفصل ويډيو كنفرانس كاوه.
د امريكا ولسمشر باراك اوباما پر افغان حكومت نيوكه لري، چي بې كفايته او تر څټه په فساد كي غرق دئ او حامد كرزى د دې توان نه لري چي هيواد يې له دې روان حالت څخه وباسي.
خو افغان ولسمشر وايي د امريكا سره يې اړيكي ځكه خرابي سوي، چي دى د هغوى په ړندو بمباريو كي د ملكي كسانو د وژني په باب جدي دئ او له امريكايانو څخه غواړي چي په يو نه يو ډول د عملياتو پر مهال د دې قتل عام مخنيوى وكړي.
بلي خواته د سياسي چارو څېړونكي وايي د امريكا او حامد كرزي د اړيكو د خرابۍ لامل د ملكي كسانو وژني نه، بلكي په امريكا كي د نوي حكومت راتګ دئ، چي هغوى ښايي په را روانو انتخاباتو كي د كرزي د كوم مخالف كانديد ملاتړ وكړي.