کور / تازه خبرونه / طالبانو چينايي انجينر خوشي كړ

طالبانو چينايي انجينر خوشي كړ


د ۲۰۰۸ كال په اګست مياشت كي تښتول سوى چينايي انجينر خوشي سو.
اسوشيېټيډ پريس آژانس په اسلام آباد كي د چين د سفارت په حواله خبر وركوي، چي دغه كس اوس اسلام آباد ته رسېدلى دئ.
د چين سفارت چارواكي وايي د لانګ زيوي په نوم د دوى د هيواد دغه تبعه پرون د تښتوونكو له منګولو خوشي سو.
بلي خواته د قبايلي طالبانو يو وياند هم د ښاغلي لانګ خوشي كېدل تصديقوي، خو دا يې نه دي ويلي چي هغه يې د څه شي په بدل كي خوشي كړ.
دا په داسي حال كي ده چي تېره اونۍ قبايلي طالبانو يو پولنډى انجينر وواژه، او په پاكستان كي يې د نورو بهرنيو تښتول سوو اتباعو د خلاصون په باب اندېښنې راوپارولې.
په پاكستان كي د افغانستان سفير د ۲۰۰۸ كال د سپټمبر د ۲۲ – مي راهيسي د نامعلومو كسانو په بند كي بې سرنوشته پروت دئ.
همدا راز په پېښور كي د اېران قونسلګرۍ تجارتي اتشه هم له څو مياشتو راهيسي ورك دئ.
تېره اونۍ په كوټه كي د ملګرو ملتونو د مهاجرينو د ادارې امريكايي مشر هم د وسله والو له خوا وتښتول سو.