کور / تازه خبرونه / امريكا د القاعده غړي په نښه سول

امريكا د القاعده غړي په نښه سول


نيويارك ټايمز ورځپاڼه د امريكا د هوايي قواوو په حواله خبر وركوي، چي تېره ورځ يې په قبايلي سيمو كي د القاعده شبكې يو مركز په نښه كړى دئ.
د راپور له مخي پر مركز باندي بريد د بې پيلوټه الوتكو په ذريعه تر سره سوى، چي د سيمي د اوسېدونكو په وينا ۳۰ تنه پكښي وژل سوي دي.
نيويارك ټايمز په خپل راپور كي ليكي چي بريد د قبايلي طالبانو د مشر بيت الله مسود پر يوه مركز ترسره سوى، چي د عربو په ګډون، ازبك، چيچن او د نړۍ د نورو هيوادونو جنګيالي پكښي اوسېږي.
امريكا وايي د وژل سوو كسانو په باب يې استخباراتي څېړني شروع كړي چي معلومه كړي، څوك او د كومو هيوادونو اتباع پكښي وژل سوي دي، خو وايي د بمبار له امله ملكي كسانو ته ځكه مرګ ژوبله نه ده اوښتې، چي خاص يې د طالبانو له خوا يوه داسي كارېدونكې مدرسه په نښه كړې، چي جنګيالي به يې پكښي راغونډېدل.
راپور وايي كه څه هم سيمه د بيت الله مسود د جنګياليو په لاس كي ده، خو دوى متيقين نه دي چي هغه دي هم په دې بريد كي وژل سوى وي.