کندهار : په چاودنی کی د دوو پولیسو په ګډون پنځه ملکیان ټپیان شوی
جاويد احمد تنوير
کندهار : په چاودنی کی د دوو پولیسو په ګډون پنځه ملکیان ټپیان شوی
په کندهار ښار کی د سرک دغاړی په یوه چاودنه کی چی د پولیسو په وینا د لری کنټرول ایدونکی وسیله په مټ د یکشنبه په سحر ترسره شوی ، د پولیسو یوه عراده موټر یی تر برید لاندی راوست. چی په نتیجه کی دوه پولیس او دری ملکی لارویان ټپیان شوی دی.
مطیع الله قاطع د کندهار امنیه قوماندای د دی خبر د تایید برسیره وویل : د چاودنی په تور څوک ندی نیول شوی ، خو د پولیسو څیړنی د پیښی په اړه روانی دی.