کور / تازه خبرونه / ارزګان كې بياهم ملكي وګړو ته مرګ ژوبله واوښت.

ارزګان كې بياهم ملكي وګړو ته مرګ ژوبله واوښت.

له ارزګان څخه رارسيدلي رپوټونه وايي چې پدغه ولايت كې د ائتلافي ځواكونو په تازه عملياتو كې بياهم ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې.
ځايي چارواكو ،ايتلافي ځواكونه د ولسي مرګ ژوبلې د اړولو ترڅنګ، له دوى سره په نه همغږى تورن كړيدي.
خو په سيمه كې ميشتو ائتلافي ځواكونو د ولسي مرګ ژوبلې د منلو سره سره ويلي چې دوى د يوه طالب قوماندان په پلټلو بوخت و، چې ډزې پرې وشوې.
داپه داسې حال کې ده چې افغان ولسشمر حامد کرزي په څوڅو ځله له نړیوالې ټولنې او بهرنیو ځواکونو غوښتي چې دپوځي عملیاتو پرمهال دملکي وګړو له وژنې څخه ډډه وکړي.