کور / تازه خبرونه / په پېښور کې فضل قادر انډيوال وسله والو غلو لوټ کړی.

په پېښور کې فضل قادر انډيوال وسله والو غلو لوټ کړی.

پېښور: د پښتنو نوښتگر ليکوال او خبريال ښاغلی فضل قادر انډيوال تېره شپه يوولس بجې، چې له خپل کار ځاى څخه کور ته روان وو، وسلوالو غلو ولوټه .
د يادونې وړ ده، چې وسله والو غلو له نوموړي د جب موبايل او څه ناڅه دوه زره کلدارې ولوټلې .
فضل قادر انډيوال ((د ساپي مرکز)) خبري ځانگې (SCPRD.COM /NEWS) ته زياته کړې، چې د خپل کور په دېرش مترۍ کې لوټل شوى يم، خو د غلو مخونه پټ ول ومې نه پېژندل .
انډيوال له سهار څخه تر مازيگره په ايس سي پي آر ډي کې د خبرونو د جوړونې دنده په غاړه لري او له مازيگر څخه وروسته د ماسختن تر يوولسو پورې د پښتو د نوې ورځپاڼې (پښتون پوسټ) په اداره کې د خبرونو د څانگې مشري تر سره کوي .