کور / شعر / ستا فرهنګ او دمينې ورځ

ستا فرهنګ او دمينې ورځ

 

توره شپه او شين سهارکې راسره  وې
د يو پټ  راز په   اقرار کې   را سره  وې
نه پوهيږمه چې څوک يي څنګه راغلی
 لکه سيورې  په ټول لارکې راسره وې
ډيرسوچونو ،انديښنو کې ويده  نه شوم
خداې خبردشپې هرپارکې راسره وې
لکه ستورې دسهارپه شين اسمان کې
خوږه مينه  دزړه ښارکې کې راسره وې
****
سهار پاڅمه  هم  ستا په  انتظا ريم
تورو شپو کې هم خوبوکې ناقرار يم
زما دګران وطن د مينې خريدار يي
ځکه  هرګړۍ قربان درنه جار جار يم
د ملکنو فاصلې ته  خيال   ونکړی
هغه  ژبه  مې چې کړې  وفا دار يم
دا د دوه زړونودمينې پيوستون ته
بل وطن په توروشپوکې هم ناچاريم
****
زه منمه  چې ته هم  ډير نازدانه  يې
خو زما دزړه ارمان کې تلوسه  يي
محبت مې په ګناه کې  حساب نکړی
دومره پو يمه چې ناکامه دل باخته يي
ژوندازمښت  يوه ناکامه  امتحان دی
خو د مينې حقيقت  ته خوږ کيسه يي
کله  خوږ شئ  لکه  خوږ غزل  د مينې
کله  هم   د ډير غمو نو سلسله  يي
****
ماته ګران يي لکه خوږ غزل د مينې
دومره پو يم چې فرهاديي دشيريني
افسانې  د محبت  به  درته  ليکم
په خوبو نوکې مې راشه که مې ويني
زولنۍ  د روا جونو کړه  نور ماتی
ليونيه  يوځل  راشه  په  پوښتنې
ماهم  ستادپاره ډيرکړي سوالونه
پاک الله په دی  اګاه د ه تل مې ويني
****
چې نژدی شئ راته مينه شئ زړګۍ شئ
چې شئ لری رانه بيا پردی پردی شئ
چې اثر د ليونتوب  درباندې راشي
بيانوځان سره ژړاسلګۍسلګۍشئ
دی ژوندون ته هم يوتريخه افسانه يې
کله ګل اوکله ګل څنګ ته ازغۍ شئ
چې د زړه هندارکې  تاته نظر وکړم
د قفقاز د ښايستنو ښاپيرې شئ
****
تاچې وويل يو تصور غواړم شيرينې
ماويل ګوره د ګل مخ ته که مې وينی
يو تصوير نه سل تصوير به درنه جار کړم
خو که داسې يو ورځ راشي زمونږ دمينې
تاويئل چې دا زمونږ فرهنګ کې نشته
زمونږ ژوند د غير تو نو  ده ګلمينې
ماويل هو زمونږ وطن دغموکوردی
ځه نو وخوره ډير ارزان د زړګي وينې
****
څه پوهيږئ چې ژوندون هزارداستان دی
ژوند يوعشق ده فسلسفه د خوږ ايمان دی
کله زه چې د خداې کور ته په سجدو شم
زړه مې وايي مينه نو م د پاک سبحان دی
 حفيظ پوشوستافرهنګ کې مينه نشته
مينه  جرم   ده، ګناه،  قتل  اسان  دی !!!
اوس نو پو شه چې نن هم د مينې ورځ ده!
ستا فرهنګ دی وي ژوندې مينه ناکام دی