کور / تازه خبرونه / ورځپاڼو ته کتنه

ورځپاڼو ته کتنه

د ویسا خپلواکې ورځپاڼې د سلواغې په شپږ ویشتمه له افغانستان څخه د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو وتلو ته په اشارې د ګارډین ورځپاڼې د یو رپورټ په استناد لیکلي دي چې امریکا به په افغانستان کې له شوروي نه هم ناوړه برخه لیک ولري.


ورځپاڼې په عینې حال کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د پخواني ځانګړي استازي ټام کوینګز دا وینا هم راغستې چې په باور سره په افغانستان کې لویدیځ  ناسمه لاره خپله کړې ده.

ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې په سیمه کې د ترورزم په خلاف په ګډې مبارزې تبصره کړې او په پاکستان يې د امریکا د تمکز مسله څیړلې ده.


د انیس دولتي ورخپاڼې پخپله سرمقاله کې افغانستان ته د امریکا د ولس مشر د ځانګړي استازي هلبروک سفر څیړلې او هغو هیلو او غوښتنو ته يې هم کتنه کړې چې افغانان يې له امریکا نه لري.


ورخپاڼې په یو بل ځاې کې د رن د موسیسې د یوې څیړنې پر بنسټ لیکلي دي چې په تیرو اوو کلونو کې په افغانستان کې د امریکا د کړنو ریکارډ ناسم دې نو بناء افغانان باید ملامت نکړاې شي.

ورخپاڼې د ترورزم به خلاف د روانې مبارزې په اړه هم یو مطلب خپور کړې او هغه يې له بیلابیلو اړخونو څیړلې دي.


د ملي ارمان نا دولتي ورځپاڼې بیا پخپله سرمقاله کې د جمهوري ریاست په راتلونکو انتخاباتو تبصره کړې او ادعا يې کړې چې د انتخاباتو د تیاریو ځینې برخې د قوم پالنې ښکار  شویدي.


ورخپاڼې په یو جلا مطلب کې د انتخاباتو د خپلواک کمیسون له پریکړې نه د ملګرو ملتونو په ملاتړ انتقاد کړې او هغه يې د افغانستان اساسي قانون ته سپکاوې بللې دې.

ورځپاڼې  له طالبانو سره د سولې د خبرو لپاره د حکومت په وړاندیز هم انتقاد کړې او لیکلي دي چې خبرو ته د طالبانو د نا لیوالتیا سره سره حکومت بیا بیا دا وړاندیز تکراروي.


د ارادې خپلواکې ورځپاڼې بیا د خپل لومړي مخ په غټ سرلیک کې د روسیې سنټي ګازیټا ورځپاڼې په حواله لیکلي دي چې د افغان دولت ځینې والیان، وزیران او د پولیسو قومندانان له نړیوالې مافیا سره اړیکې لري.


ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د افغانستان د جمهوري ریاست په راتلونکو انتخاباتو تبصره کړې او لیکلي دي چې دا انتخابات خپل خساس وخت ته نږدې کیږي.

ورخپاڼې د خپلې تبصرې په دوام لیکلي دي چې ولس مشر کرزي سر له اوسه د کاندیدیدو او د جهادي مشرانو د ملاتړ د ترلاسه کولو لپاره خپلې هڅې پیل کړیدي.                                      ورخپاڼې په یو جلا څیړنیز مطلب کې د افغانستان په اړه په بهرنیو پریکړو تبصره کړې او هغه يې تر ډیره ناسمې بللې دي.


د هیواد دولتي ورځپاڼې بیا پخپله سرمقاله کې د افغانستان د دفاع د وزارت او ناټو په ګډې اعلامیې تبصره کړې او لیکلي دي چې ددې ګډې  اعلامیې محتویات چې د ترورزم په خلاف په روان جنګ کې لا زیاته همغږي منځ ته راوړي او د عامه خلکو د مرګ ژوبلې مخنیوې کوي باید ژر تر ژره عملي  شي.



د هشت صبح نا دولتي ورځپاڼې بیا د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د ولس مسر د ځانګړي استازي سفر ته په اشارې لیکلي دي چې د اوباما حکومت نور نو په افغانستان کې د ښاغلي کرزي ملاتړ نه کوي.


ورځپاڼې د موضوع په دوام لیکلي دي چې هلبروک باید د افغانستان روان حالات په راتلونکو انتخاباتو کې له یو کاندید نه د امریکا د ملاتړ په پام کې نیولو سره وڅیړي.

دې ورځپاڼې هم له افغانستان څخه د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو د وتلو  کلیزې ته په اشارې به یو مطلب کې لیکلي دي چې دا هغو بهرنیو ځواکونو ته یو سبق دې چې اوس مهال په افغانستان کې دي.