ناټو د افغانستان په مرداب کښي
د دلوي ۲۶ مه نېټه د افغانستان په تاريخ کي نه هېرېدونکې ورځ ده . زموږ د مجاهد او پر خپلواکي مين ولس په دغه ورځ شوروي يرغلګر ځواکونه د خپلي خاوري نه و شړل او دوخت جمهور رئيس ډاکټر نجيب الله د خپلواکۍ د شهيدانو و اروحو ته د درناوی په خاطر دغه ورځ د افغانستان د نجات ورځ ونومول او هغه يې د خلکو د جشن عمومي رخصتي اعلان کړل .
خو د شورويانو د وتلو وروسته افغانستان بيرته دادی د کهنه پيخه يرغلګرانو په ولکه کي راغلی دی .
په لندن کي چاپېدونکې ګارډين ور ځپاڼه په دې مناسبت تازه ليکلي دي او اټکل کوي چي امريکا به د افغانستان په پاڼ کي د شوروي د سرنوشت سره مخامخ او ان تر هغه يو بدتره حالت به يې و مخي ته پروت وي .
نوموړې ورځپاڼه په اتيايمه لسيزه کي د شوروي اتحاد د سره پوځ يرغل د يوويشتمي پېړۍ په پيل کي د امريکا او انګليس د حملې سره پرتله کوي او اټکل کوي چي نوي يرغلګران به ورته سرنوشت او حتی بدتره انجام به ولري .
دغه ورځپاڼه ليکي چي شل کاله مخکي په همدې ورځ ( ۱۴ فروري – ۱۹۸۰ ) شورويانو پرېکړه وکړه د افغانستان نه خپلي پښې لنډي کړي ، خو امريکا او ناټو تصميم و نياوه چي دغه جګړه اوږده و ساتي .
په دې لړ کي بارک اوباما خو لا پلانونه لري چي ۳۰ زره نور اضافي پوځونه افغانستان ته وليږي او بلي خوا د ناټو غړي هيوادونه هم په نظر کي لري خپل ځواکونه دلته زيات کړي . ددې زياتوالي سره به د بهرنيوهيوادو د پوځونو شمېر به و يولکو پنځلس زره تنو ته ورسيږي . دغه شمېر درست د شورويانو د هغه پوځو د شمېر سره برابر دی چي د ۱۹۸۰ په لسيزه کي په افغانستان کي مېشته وه خو ددې سره سره يې بياهم و نکړای سو ځان و بري ته و رسوي .
که څوک د شوروي ځواکو د حالت سره و ضعه مقايسه کړي، نو امريکا او ناټو د همدې اوسه څخه په ډيرو سختو شرايطو کي شپي سبا کوي . داځکه په هغه وخت کي طالبان نه وه ، د افغانستان عمده ولايتونه د مرکز په کنټرول کي وه . ځانوژونکي حملې نه وې ، افغان پوځ او پوليس په يوه مؤثره حالت کي وو او کابل هم د شورويانو تر حکمرانۍ لاندي آرامه وو . مجاهدينو به پر ښار باندي خال خال او نوبتي راکټونه اورول خو لږ شاني خرابي به يې پرېښودلې ، داسي چي د ژوند نورمال حالت يې نه سره شلاوه .
که د ناټو سرغنه داسي فکر کوي چي دعراق نه ماسېوا، د افغانستان جګړه يوه سمه جګړه ده نو واقعاً په دام کي لوېدلی دی . د اوباما طرحه به ښايي په يوه لنډمهاله وخت کي فايده منه وي خو په اوږدمهاله موده کي به وافغانستان ته هيڅ هم را نه وړي ، دا خبره لا پر خپل ځای پاته ده چي امريکا او انګليس به بې درکه روپۍ مصرف خو ټوله به د خاورو خاکه سي .