کور / تازه خبرونه / د طالبانو والي له اتو ملګرو سره وژل سوى

د طالبانو والي له اتو ملګرو سره وژل سوى

 


ايتلافي ځواكونه وايي د دوشنبې په ورځ يې د طالبانو يو سيمه ايز قومندان چي نوم يې نه دئ ذكر سوى په هوايي بريد كي له خپلو اتو ملګرو سره وژلى دئ.


د اسوشيېټيډ پريس آژانس د جنرال ايوب نيازيار په حواله خبر وركوي، چي دغه كس د بادغيس په بالامرغاب ولسوالي كي وژل سوى وو، چي په سيمه كي يې پر افغان او بهرنيو پوځيانو په بريدونو كي لاس درلود.


د نوموړي په وينا دغه قومندان لكه په نورو ولايتونو كي د طالبانو له خوا والي مقرر سوى وو، چي ځيني پرېكړي به يې هم كولې.


د بالا مرغاب ولسوالي په وروستيو مياشتو كي د زياتو نا امنيو شاهده ده، چي دوې مياشتي دمخه پكښي د ملي پوځ او پوليس پر كاروان وسله وال بريد د دېرشو په شاوخوا كي پوځيان وژلي وه.