ورځپاڼو ته کتنه
د ویسا خپلواکې ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په یو مطلب کې د جنرال ډیویډ پیتروس په حواله لیکلي دي چې ایران په افغانستان کې له وسلوالو سره مرستې کوي.
ورځپاڼې د موضوع په دوام لیکلي دي چې واک ته د طالبانو بیرته ګرځیدل د ایران په ګټه نده او داسې اقدامات شته چې افغانانو ته د مرستو رسول ستونزمنوي.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د ترورزم په خلاف د روانې مبارزې د ستراتیژۍ په بیا کتنه کې افغانستان ته د ونډې ورکولو په مسلې تبصره کړې او لیکلي دي چې دا مسله یوازې باید د وینا تر حده پاتې نشي.
ورځپاڼې په یو بل ځاې کې په واشنګټن پوسټ ورځپاڼه کې د امریکا د لوې درستیز د یوې لیکنې پر استناد لیکلي دي چې امریکا به په افغانستان کې د ولسي ملاتړ پرته ماتې وخوري او امریکايې پوځیان باید د افغان ولس باور ترلاسه کړي.
د هیواد دولتي ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په غټ سرلیک کې لیکلي دي چې د بارک اوباما پیغام، د هلبروک راتګ او د څلور مادیزې اعلامیې لاسلیک د افغانستان او امریکا په اړیکو کې نوې باب پرانست.
ورځپاڼې په یو بل مطلب کې لیکلي دي چې د امریکا لوې درستیز د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې بندول او د افغانانو د باور ترلاسه کول د ترورزم په خلاف په جګړه کې د بري لپاره یواځنې ضمانت وباله.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې هم د ترورزم په خلاف په روانه مبارزه کې د افغان مشرتابه دریځ ته کتنه کړې او هغه پر خاې بللې دې.
د ارادې خپلواکې ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په غټ سرلیک کې د فرانسې د ټلویزیون د یو رپورټ په استناد لیکلي دي چې د افغانستان خلک له روانې وضعې نه نا خوښ دي.
دې ورځپاڼې هم د جنرال پیتروس څرګندونې راغستي چې پکې ایران طالبانو ته د مرستې په ورکولو تورن شوې خو ددې مرستو د کچې په اړه يې څه ندي ویلي.
ورخپاڼې پخپله سرمقاله کې بیا هم په کابل کې په دریو دولتي ودانیو د طالبانو په حملې تبصره کړې او لیکلي دي که څه هم دې حملو د حکومت د کمزورې کولو توان نه درلود خو بیا هم وښودله چې طالبان په پلازمینه کې دداسې حملو امکانات په واک کې لري.
د ملي ارمان نا دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د ترورزم په خلاف په روانې مبارزې تبصره کړې او لیکلي دي چې د ترورستانو په خلاف ولې له ازمویل شویو پوځیانو نه کار نه اخستلې کیږي.
ورځپاڼې اشاره د افغانستان د پخواني پوځ هغو افسرانو ته ده چې د کورنیو جنګونو په مهال د افغان پوځ له تس نس کیدو وروسته تراوسه بې کاره پاتي دي او د روان حالت نظاره کوي.
ورځپاڼې په لشکرګاه کې د ښوونکو اعتراض هم راغستې چې د ځمکو د نه ویش په اعتراض کې د زده کړې بهیر پریښودلې دې.
ورځپاڼې په عینې حال کې د هلمند د والي په حواله لیکلي دي چې نشي کولې په خپل سري توګه پر دوې ځمکې وویشي.
د اصلاح او انیس دولتي ورځپاڼو هم د افغانستان او سیمې روان حالات څیړلي او بیلابیلې تبصرې پرې خپاره کړیدي.
انیس پخپله سرمقاله کې افغانستان ته د امریکا د ولس مشر د ځانګړي استازي سفر څیړلې او لیکلي دي چې دا د شتو ستونزو سره د مقابلې لپاره د یو نوي خوځښت رامنځ ته کیدل دي.
خو اصلاح بیا د هلبروک سفر ته په اشارې لیکلي دي چې د امریکا او افغانستان ترمنخ د دوستۍ نوې باب پرانستل شو.
او د راه نجات نا دولتي ورځپاڼې بیا د خپل لومړي مخ په غټ سرلیک کې لیکلي دي چې د امریکا او کرزي ترمنځ کړکیچ پاې ته رسیدلې او افغانستان د ترورزم په خلاف د مبارزې د ستراتیژۍ په بیاکتنه کې برخه اخلي.
ورځپاڼې په یو بل مطلب کې د امریکا جمهور رئیس اوباما ته د رویټرز د خبري اژانس دا خبردارې راغستې چې امریکا به هم په افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد له برخه لیک سره مخامخ شي.