کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / پكتياوال اوس د تلويزيونونو پر پردو نه ښكاري

پكتياوال اوس د تلويزيونونو پر پردو نه ښكاري

دوه اونۍ وړاندي پداسي حال كې چې له خپلو څو تنو ملګرو سره په يو ټكسي كې روان وم دكابل دامنيي قومندانۍ دڅو تنو چارواكو له دندي دګوښه كيدو خبر مې واريد چې په دغو كې يو هم دامنيي قومندانۍ  دجنائي څيړنو مشر جنرال عليشاه پكتياوال وه ددغه خبر په اوريدو سره ما او زما ملګرو ته ګڼي پوښتنې را پيدا شوي .پكتياوال  چې دخپلي كاري مودي پرمهال په كابل كې ديوه هيرو په توګه خلكو ته يوه پيژندلي څيره وه او په ډيرو مواردو كې دجنائي پيښو په مخنيوي كې هم بريالي شوي وه او ډيرې جنايتكارانو ،دمخدره توكو قاچاق وړونكو ،سړي تښتونكو ،ځانوژونكو ،تروريستانو او يو ګڼ شمير نور داسي كړيو چې په دغه ښار كې يي ناامنيو ته لمن وهله له كابل ښاره پښي سپكي كړي وي .

پكتياوال چې پخپله هم څو ځله ديو شمير ډلو له لوري تر وسله والو  بريدونو  لاندي راغلي وه او ټپي شوي هم وه همدا راز ديو شمير ډلو له لوري زهر وركړل شو خو بيا يي هم خپلو كارونو ته دوام و ركاوه..پكتياوال همدار راز ويلي وه هغه كسان چې دي يي دورانكاريو مخنيوي كوي تل هڅه كوي دي له منځه يوسي او يا يي هم له دندي ګوښه كړي.

اوس چې نوموړي له دندي ګوښه شوي  ايا هماغه دمخدره توكو قاچاق وړونكي ،سړي تښتونكې جنايتكاران او دنوموړي مخالفين چې تل يي په دي برخه كې كار كوه په دي وتوانيدل چې نوموړي له خپلي دندي ګوښه كړي يا كوم بل سياسي لامل هم وه  ؟ پكتياوال له كومې سياسي ډلې سره تړاو نه لري او خپله وينا يي ده چې له لوړ پوړو چارواكو سره هم نه پيژني او خپله څوكۍ يي هم په پيسو نه وه ترلاسه كړي ځكه څه موده وړاندي دكورنيو چارو وزارت لپاره تازه نومول شوي وزير پخپلو خبرو كې له دي رازه هم پرده پورته كړي وه چې دكورنيو چارو وزارت ډيرۍ څوكۍ دپيسو په بدل كې پلورل كيږي اوس چې پكتياوال له خپلي دندي ګوښه شوي لامل يي په څه كې ده ؟ايا پكتياوال لوړ پوړي چارواكې خوشحاله ندي ساتلي؟ يا نوموړي دقانون دتطيق لپاره دخپل سر قرباني نه و ه ور كړي ؟او ګڼي داسي نوري پوښتنې چې زما او زما دملګرو په ذهن كې تاويږي ؟يا هم دا چې هر هغه څوك چې وطن ته په ريښتيني توګه خدمت كوي او هر ډول قربانۍ ته چمتوالې ښي ،دښاريانو دهوسا ژوند لپاره شپه ورځ نه پيژني  همدا يي سزا ده ؟ ريښتيا يي هم ويلي دي چې سزاى قوروت ، آب ګرم؟