دډيره اسماعيلخان دځانمرگي تازه حال

16 | فبروري 20th, 2009


 نن سهار دپاكستان په ډېره اسماعيلخان سيمه كې دشوي ځانمرگي بريد مرگ ژوبله  ۴۰ تنو ته ورسيده ، چارواكي وايې  تراوسه شل تنه وژل شوي او ترشلو ډېر ژوبل دي ، ددوي په وينا بريد دشيرزمان په نامه ديوه كس په جنازه كې چې تيره شپه دناڅرگندو كسانو په ډزو كې وژل شوي ووشوي دي ، چارواكي وايې دابريد دمذهبي تاوتريخوالي له امله رامنځ ته شوي ،ددوي په وينا شيرزمان دشعيه مذهب پيرو و،وروستې رپوټونه وايې چې په سيمه كې گرزبنديز لگيدلي او دامنيت دسمون لپاره  په سيمه كې فوځيان ځاي پر ځاي شو، كه څه هم تراوسه دياد بريد پړه چا پرغاړه نه ده اخستي خو ويل كيږي ددې بريد تر شاه به دلشكر جنگو گوند لاس وي  ،  

Copyright Larawbar 2007-2024