کور / تازه خبرونه / اسفنديار ولي : د سوات تړون د پوځ او زرداري په خوښه و

اسفنديار ولي : د سوات تړون د پوځ او زرداري په خوښه و

 


 

د سوات پر تړون د پشار د زياتوب په صورت كې وزارتونه هم قربانولائ سو

د عوامي نشنل پارټۍ مشر اسفنديارولي خان ويلي دي چې د سوات پر تړون نيوكي بې ځايه دي ځكه چې د هغه په وينا په دې اړه د پاكستان پوځ او ولسمشر دواړه پوښتل سوي او دا كار د هغوي په خوښه ترسره سوى دى

په پېښور كې له خبريالانو سره د خبرو اترو پر مهال هغه ويلي چې تړون سوى دى او اوس د دې برياليتوب په موږ پوري اړه لري او د هغه په وينا پر دې تړون نيوكي كول بې ځايه دي

هغه په خپلو خبرو كې ويلي دي چې كه چيري د سوات پر تړون پشار زيات سو نو دوي  له وزارتونو څخه د لاس اخيستلو ته هم تيارېدائ سي