کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / افغان سفارتونه دسياسي مافيا په منګولو کښي

افغان سفارتونه دسياسي مافيا په منګولو کښي

انسان فطرتاً ټولنيز (اجتماعي ) مخلوق پيداشوی دی چې په انزوا اوتجريد کې ورته  ژوند ناشونی دی، ياپه بله وينا، له خپل همنوع (ډول ) سره له اړيکو ،راشه درشه ،روحي اوجنسي تماس پرته ورته ګوښی اويواځې ژوند ناشونی دی ،لکه څرنګه چې په يوه ټولنه کې انسان مجرد اومنزوي ژوند نشي کولای همدا راز په نړۍ کې هېوادونه ،ټولنواوولسونوته هم ګوښه اويواځې ژوند ستونزمن دی ،انساني ټولنه دخپلې هوسايۍ ،سوکالۍ اوپرمختګ لپاره اړه ده چې پخپلو کې هراړخيزې اړيکې وساتي راشه درشه اومراودې وساتي ،انسانانو هم دهمدې موخې لپاره له پېړيو پېړيو راهسې يوله بل سره اړيکې ساتلي پخوابه داکار دقاصدانو،ايلچيانواو سياروسفيرانو له لارې تر سره کېده ،خودنړۍ اوژوندانه له پرمختګ سره ددې اړيکو بڼې هم پرمختګ  وکړ اوس اکثره هېوادونه چې له يوبل سره اړيکې اودوستانه پالي ديوبل په هېواد کې دايمي نماينده ګۍ پرانيزي چې نن سبايې موږ دسياسي ياديپلوماتيکو نماينده ګيو، دسفارتونو او کونسلګريو په نوم پيژنو،ددې نمايندګيومهمه دنده داده چې له مقيم هېواد سره دخپل اړوند(متبوع) هېواد اړيکې ،منظمې اومنسجمې کړي ، ددواړو هېوادونو ترمنځ اړيکوته وده اوپراختياورکړي ، هراړخيزې اړيکې وپالي ،دوستانه فضارامنځته کړي .په ځانګړې توګه دوی هڅه کوي چې په اقتصادي اوسوداګريزو چارو ،دپوهنې  ،نظامي ،کلتوري اوکونسلي برخوکې ددواړوهېوادونواواتباعواړيکې منظمې او داړوندوقوانينوپه رڼاکې چلند وکړي .


په يوهېوادکې دبل هېواد استازی (ديپلومات ) نه يواځې داچې سياسي استازی وي بلکې دخپل متبوع هېواد اوولس هراړخيزه استازولي (نمايندګي ) کوي. دمقيم هېواد خلک دده ټول کړه وړه څاري.   دده  حرکات ،سکنات، اخلاق اوچلند داسې هنداره ده چې ترشايې ديوملت مخ ليدل کېږي .
کله چې سفارتونه ،سفيران نورديپلوماتان اوديپلوماتيکي نمايندګۍ دومره مهمې دي نوايازمونږ هېواد دې مهمې موضوع ته پام کړی دی ؟


همدااوس که څوک په بهرکې دافغانستان ديپلوماتيکې ادارې وويني اوويې څېړي اومنصفانه قضاوت وکړي نودې پايلې ته به ورسېږي چې ددولت دهرې برخې په څېر دابرخه هم شړېدلې ده ،په سياسي اواداري فساد اخته اودسياسي اواداري مافيامنګولوته لوېدلې ده ، داصولواو(پرنسيب) له مخې هغه څوک بايد بل هېوادته دسفير ياديپلومات په توګه وروليږل شي چې په سياسي علوموکې يې لوړې زدکړې کړې وي ،دبين الدول په حقوقوپوه ،دخپل متبوع اومقيم هېوادکلتور ، عنعنات ، مسووليتونه اومکلفيتونه ورته معلوم وي، ددواړوهېوادونوله دود ،دستور ،مذهب اوعنعناتو سره پوره بلدوي اودواړه په کلکه مراعات کړي .دسياسي فهم اوشعور تر څنګ دهوښيارتيا، ظرافت اوذکاوت له نعمت څخه برخمن وي خويواځې اوس نه ،بلکې دتېرودېرشوکالوراهيسې دااصل له پامه غورځول شوی دی ،کمونستانولومړی خپل کم لوستي سياسي اوګوندي ملګري بهرته دديپلوماتانو په توګه ولېږل ،وروسته  يې هم  چې له خپل هرچارواکي څخه خطر احساس کړ اويابه يې په هېواد کې دهغه شتون دځان اودخپل نظام په مصلحت نه ليده نوهغه به يې بهرته دسفير په توګه ولېږه ،دمجاهدينو په تش نوم دوره کې خوسفارتونه هم ياپه نظامي هډواويا هم په سکتارستي هډوبدل شول، دوی په ځينوسفارتونوکې خپل همژبي اويادخپلې سيمې پرچميان په خپلو دندوپرېښودل اوځېنوته يې هغه مجاهد ډوله اشخاص ورمعرفي کړل چې له وژلو اووهلو پرته يې بل څه زده هم نه وو اودسياست( الف ،با) يې هم نه وه زده. دکرزي  دحکومت اودديموکراسۍ دداعيې په راتللوسره اټکل کېده چې دنظام د بدلون ترڅنګ به په بهر کې دافغانستان په سياسي نمايندګيوکې هم ژور بدلون راشي اوچارې به فني ،مسلکي متقي اوملي اشخاصوته وسپارل شي  خوداسې ونه شول بلکې په ډېروسفارتونو کې هماغه  غر اوهماغه کربوړي  پخپل حالت پاتې شول .


کله چې دطالبانونظام له سياسي صحنې څخه ووت اودبن دغونډې دجريان په موده کې دڅه وخت لپاره  استاد رباني په واک دوهم ځل خېټه واچوله نوپه دې موده کې دده دکاردرنه برخه پر مهمو اولوړوپوستونودده دخوښې ،سيمې ،اوګوند پورې داړوندو اشخاصوټاکنه وه په دې وخت کې دده دګوند يوبل چارواکي (عبدالله ) چې اوس ځان (ډاکټر عبدالله عبدالله ) بولي ځان دبهرنيوچارووزير ونوماوه ،ده په بهرنيو نمايندګيوکې هماغه کار وکړ کوم چې دده قاﺋداعظم (استادرباني) په افغانستان کې کاوه اوکله چې کرزي دواک چارې په لاس ونيولې نودسمارق (ځمکۍ غوښې ) په څېر په دوه اونيوکې  چارواکي راپنځېدلي وو ،بهرنيونماينده ګيو ته هم هغه کسان ولېږل شول چې ،په سياست  کې دتخصص پر ځای يې  په غلا،خيانت ،وژنو ،سمتي ،ژبنيز اوګوندي تعصب کې تخصص  درلود.


همدااوس موږ داسې سفيران  ،کونسلګران اوديپلوماتان لروچې  افغانستان ،افغانانو ،دافغان ولس مقدساتو ،ارزښتونو ،مذهب اوعنعناتوته هېڅ درناوی اواحترام نلري ،زموږ په سفارتونو کې همدااوس زموږ دهېواد پر ضد دسيسې جوړېږي. په ښکاره ولسمشر اولويوقومونوته ښکنځل کېږي ،دافغانستان لوی قومونه نړيوالوته ترهګر ،نالوستي ،بدوي،صحرايي ،دعلم ،معارف ،ساينس اوتکنالوژۍ اوله نړۍ سره دپخلاينې اوګډژوند دښمنان معرفي کېږي .


زموږ اکثره ديپلوماتان دخپل ديپلوماتيک مسؤوليت اورسالت دترسره کولو اودخپل هېواد د وقار دساتلو اولوړولوپر ځای  په جاسوسۍ ته ورته کارونو بوخت دي، اړوندوهېوادونو ته ناسم راپورونه ورکوي، دملي اشخاصو شخصيتونه تروروي ،حقايق حذفوي، شخصي اوقومي ګټې پر ملي ګټو لوړې ګڼي
اکثره ديپلوماتان دافغانستان سياسي نمايندګي خپل شخصي ملکيت اودپلاراونيکه ميراث بولي ، له مراجعينوسره چې له دوی سره قومي اړيکې ونلري ښه چلند نکوي .


په هر سفارت کې سياسي ،کلتوري ،اقتصادي ،نظامي اوکونسلي اتشې  يابرخې وي چې هره برخه يې خپل خپل کاري استقامتونه ،مکلفيتونه اوددندولايحې لري  خو زموږ ډېروسفارتونوکې دابرخې ناکاره اوکارونه  يې ډېر سست دي آن ځينې خويې بيخي خپل ديپلوماتيک مسؤوليتونه پېژني هم نه .
مثلاً دا داقتصادي اتشې ياتجارتي برخې دنده ده چې په مقيم هېواد کې دخپلوسوداګرو پرستونزوځان خبر اوهغه حل کړي ،خپل هېوادته پانګه  راجلب اوپانګوال پانګونې  ته وهڅوي خو دپاکستان دکراچۍ په  ښارکې  اړوندوچارواکيو زموږ دهېوادسوداګرو دلسګونو ميليونوډالروپه ارزښت  سوداګريزتوکي بې له کو م منونکي دليله څوکاله ايسارکړل ،آن تاريخ يې تېر اوکيفيت يې له لاسه ورکړ خو زموږ ديپلوماتانو يې يواځې ننداره کوله .


بده يې لاداچې ددې سوداګرو مال هم له لاسه ووت او دجبري ديمرچ ياتاجايي په نو م اضافي ټکس هم ترې واخستل شو.
پاکستان له افغانستا ن سره د۱۹۶۵ زېږديز کال دپروتوکول برعکس دافغانستان پر سوداګرو محدوديتونه لګوي، اجناس ورته ټاکي چې داراوړلی شې اودانه ،خو سفارت مو تراوسه  پدې توانېدلی چې پاکستانيو چارواکيوته قناعت ورکړي .


همداراز  دادسياسي اتشې دنده ده چې په مقيم هېوادکې دخپلو هېوادوالوله شمېراوستونزوخبر وي دبنديانوغم وخوري ،آن له خپلو سياسي مخالفينو سره په تماس کې وي اوهغوی پخلا کولوته وهڅوي ، خوپه پاکستان کې زموږ سفارت وروستی ځای وي چې له افغانانوسره دکوربه هېواد له ناسم چلند څخه خبرېږي هغه هم درسنيو له لارې،دپاکستان جېلونه له افغاني بنديانوډک دي ، پاکستان هغه هېواد دی چې تر بل هر هېواد پکې دافغان دولت مخالفين ډېر موجوداوډېر فعال دي خوافغان سفارت دې  وايې چې دوی تر اوسه پورې پدې اړه کوم ګام اخستی دى ، دوی دمخالفينو اوافغان دولت د پخلاکولو لپاره څه کړي دي ؟.


له نوروهېوادونوڅخه دخپلوهېوادوالو لپاره دتحصيلي سکالرشيپونو اودبورسونو ترلاسه کول  ، په مقيم هېواد کې دخپل هېواد دموجودو محصلينوپوښتنه کول ،له هغوی سره راشه درشه ، دهغوی پالل اوله ستونزو يې ځان خبرول هم دسفارتونو دنده ده خوزموږ ډېر سفارتونه په دې اړه  هم ناکام دي ، محصلينو سره مرستې خوپرېږده  ان ځېنې سفارتونه له محصلينوڅخه دافغان دولت لخوادوی ته منظورشوې پيسې هم پټوي دهېواد داصيل کلتور ، دود اودستور ساتنه دهرافغان دنده ده خوله هېواده  بهر دا دکلتوري اتشوکار دی چې دخپل کلتور دپراختيا اوژوندي ساتلو لپاره کاروکړي همدااوس له بده مرغه ډېر افغانان په بهر کې همرنګ اراضي شوي دي ، په بهر کې دمېشتوځينو افغانانو ترمنځ دنفاق تخم کرل شوی ده خوزموږ ديپلوماتان  ددې پر ځای چې هغوی ته دملي وحدت درس ورکړي ،ورورۍ اوکلتورساتلوته يې راوبولي ددې موضوع پرضد کارکوي زموږ ډېر ديپلوماتان په نشو اومزوکې دومره غرق دي چې دخپل هېوادله پېښواوحالاتو خبرهم نه دي .


په ډېروسفارتونو کې  دنوکريوالۍ سستم نشته دولسمشر له عکس پرته هلته نور له دولت څخه دملاتړ ،حمايت اواطاعت روحيه نشته ،ملي شتمنۍ اودولتي امکانات دشخصي ګټولپاره کارول کېږي ، خپلولۍ پالل کېږي ، دنظامي  اتشې خويواځې کالبد پاتې اوروح يې وخته الوتی دی له پورتنيونيوکو موموخه يواځې منفي پالنه نه، بلکې داصلاحاتودراوستلولپاره ،چارواکيودپام رااړول دي ،زموږ وړانديزاو سپارښتنه داده چې په بهر کې دافغانستان سياسي نمايند ه ګيو ته پام وشي ، ژور اصلاحات پکې راوستل شي ،زړه سواندي نوښتګر دينداره اوملتپاله اشخاص ور معرفي شي ، ديپلوماتانو ته  دنورو مامورينو په پرتله ډېر معاش اوامتيازات ورکول کېږي دملت په شتمنۍ اوامکاناتو ورته ډېر لوکس اودپرمختللي ژوند زمينه اوديپلوماتيکي اسانتيا وې برابرې  شوې دي ، ژونديې ډاډه ،کورنۍ يې په امن اوبچيانوته يې دزده کړو زمينه برابره نده نوددې امتيازاتوپه بدل کې بايد ترې ښه کارهم وغوښتل شي .


دولت بايد دخپلوټولو سفارتونوچارې وڅېړي ،دقيقه پلټنه دې وکړي ،بې کفايته اوناوړه استفاده کوونکي ديپلومات دې مجازات اوځارنوالۍ ته معرفي کړي هغه هم که هېواد ته راستنېدلوته زړه ښه کړي ،زموږ ډېروديپلوماتانولاوخته دنوروهېوادونوتابعيتونه ترلاسه کړيدي .
اوس افغانستان ته له نړۍ سره داړيکولپاره ډېره ښه زمينه برابره شوې ده. له دې زرين چانس څخه بايد دهېواد دابادۍ لپاره اعظمي ګټه واخستل شي زموږهيله داده چې  دهېوادسياسي فضا اوسفارتونه  دديپلوماتيکي مافيا له منګولو وژغورل شي، اودتخصص ،اهليت ، دينداري ،هېوادپالنې دروحيې له مخې دې د  هېواد هرپاټکي ته دنفوسودتناسب له مخې ونډه ورکړل شي .


haqyar@gmail.com