کور / تازه خبرونه / پښتونخوا:دخبريال وژنې اندېښنې راپارولي دي

پښتونخوا:دخبريال وژنې اندېښنې راپارولي دي

دپښتونخوا ايالت دسوات په مټه نومې سيمه كې درې ورڅي وړاندي ديوه وژل شوي خبريال موسا خان وژنې په سيمه كې دخبريالانو په وړاندي سختي اندېښنې را ټوكه ولي دي.دجيو ټلويژن ځايي خبريال نا مالومو وسله والو په داسي حال كي وژلى چې په سوات كې دپاكستان ځايي حكومت په ډاګه له وسله والو طالبانو سره دسولي تړون لاسليك كړ.

ډېرى خبريالان اټكل كوي چې دخبرو دناكامي لپاره ښايي پاكستاني استخباراتي اجنسۍ آى ايس آى موسا خان وژلى وي . علت يې دا ښيي چې ګواكې دپاكستان مركزي حكومت نه غواړي چې په پښتني سيمو كې سوله راشي . پاكستان تل پرجګړو او نا امنيو ولاړ سياست كړى او خپل اقتصاد يې پر پښو درولى دى .

له بله پلوه دپاكستان مركزي حكومت دشهيدخبريال موسا خان خيل دكورنۍ سره ۵پنځه لكه پاكستانۍ كالداري مرستته كړې اوو ددغې پېښي دڅيړلو لپاره يې ۶ شپږ كسيزه پلاوى په دنده ګومارلى دى .

ورته پيښي په افغانستان اوپښتني سيمو كې زياتي شوي او په دې ډول اوس دډېرى جګړه ځپلو سيمو غږ په رسنيو كې كم شوى دى .