کور / تازه خبرونه / امريكا: دبېكارۍ كچه لانوره زياته شوه

امريكا: دبېكارۍ كچه لانوره زياته شوه

دامريكا دكار اوټولنيزو چارو اداره وايي چې په هيواد كې په بېروزګاري كې ډېرزيات والى راغلى دى . ددغې ادارې ديوه راپور پر بنسټ دا مهال ۵۰ پنځوس لكه  كسان دبېروزګاري له پاره دمرستي په نوم  پيسې اخلي  . دغه اداره زياته وي چې ده ۱۹۶۷ كال را هيسته دا ترټولو لوړه دبېكارۍ كچه ده چې دامريكا متحده  ايالات ورسره ومخامخ دي .

دا مهال په امريكا كې دتېلو دپاكوونكو كمپنيو په نرخونو كې ۰،۸ سفر اشاريه اته په سلو كې لوړوالى راغلى او دا كار هم په بېكاري كې لويه ونډه لرلې ده . ديادولو وړده چې اوس په ټوله امريكا كې دبېكارۍ كچه دپخوا په پرتله خوراډېره او۷،۶ اوه اشاريه شپږ ته لوړه شوې ده.