کور / شعر / ستا د ځان خطر

ستا د ځان خطر


زه زوړ کندهار يمه چې ته به مې ساتلې


بادار دې پرې خبر دی


زما د بيرغ لاندې به ته غلی اوسيدلې


اوس ما باندې منکر شوې


زه هغه افغان يمه چې تا به پټان بولم


واړه به دې زانګو کې په دې نوم قرارول


د تورې پالوان يمه چې تا به پټان بولم 


واړه به دې زانګو په دې نوم قرارول


ښکاره په هرميدان يمه چې تا به پټان بولم


واړه به دې زانګو کې په دې نوم قرارول


پيړۍ پيړۍ مې دلته امنيت ثبات ساتلی


جهان پرې مستحضردی


زما په نارينتوب باندې جهان دی پوهيدلی


اوس ما باندې منکر شوې


زه شهاب الدين يمه غوري يمه سلطان يمه


ته هغه چوړی يې له هندوانو تښتيدلی


زه غياث الدين یمه غوري يمه سلطان يمه


ته هغه چوړی يې له هندوانو تښتيدلی


زه شمله د دين يم ابدالي يمه سلطان يمه


ته هغه چوړی يې له هندوانو تښتيدلی


زما نوم په ځان مه ږده ته يې ټولو پيژندلی


مسلم دی که کافر دی


تاریخ نه ځان خبر کړه په کوم نوم يې نوميدلی


اوس ما باندې منکر شوې


زه بلوڅ، پښتون يمه د سولې نګهبان یم


ته اصل نصب نه لرې بې ژبې بې نښان يې


زه د جنبشونو خوځښتونو پالوان يم


ته اصل نصب نه لرې بې ژبې بې نښان يې


په جعل او تذوير دې دی بنسټ خپل ايښوولئ


هم دا دې زوړ هنر دی


زما دجامو رنګ دې دی اوس خپل لنګ له ورکړی


اوس ما باندې منکر شوې


زه ملي تړون د خپلو خلکو ولسو غواړم


ته د خپل زاړه بادار دستور نه راوتی نه شې


زه آزاد ژوندون د بلوڅانو پښتنو غواړم


ته د خپل زاړه بادار دستور نه راوتی نه شې


زه د شرافت ژوندون د ټولو پرګنو غواړم


ته د خپل زاړه بادار دستور نه راوتی نه شې


تا د نفاق اور دی زما لوی کور کې کرلی


دا ستا د ځان خطر دی


ځان دې څو کرته په هندوانو ازمويلی


اوس ما باندې منکر شوې 


ګريوان کې فکر وکړه زه زړګی د آسيا يمه


واړه يرغلګر مې دي له دې خاورې شړلي


زه دجنګ ډګر کې ښکاره شوی په دنيا يمه


واړه يرغلګر مې دي له دې خاورې شړلي


زه پيژندل شوی په دنيا کې په رښتيا يمه  


واړه يرغلګر مې دي له دې خاورې شړلي


تا دريا چلتار دی په تور مخ راغوړولی


جهان اوس در خبر دی


ولس د خدمتګار دی هر زمان کې ميدان وړی


اوس ما باندې منکر شوې