کور / تازه خبرونه / اته طالبان وژل سوي دي

اته طالبان وژل سوي دي

 
د هلمند چارواكي وايي د ناوې په ولسوالي كي يې اته طالبان وژلي دي.
د هلمند د والي وياند داود احمدي د آزادۍ راډيو ته وويل چي ياد سوي كسان پرون ماځيګر د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ په يوه هوايي بريد كي وژل سوي دي.
بلي خواته د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي د آزادۍ راډيو د دې پېښي پخلى كړى، خو وايي په دې جنګ كي پر يوه طالب سربېره د دولتي او بهرنيو ځواكونو پنځه عسكر هم وژل سوي دي.
د هلمند د والي وياند د طالبانو ادعا ردوي او وايي چي هلته مځكنۍ جګړه نه ده سوې، يوازي هوايي بريد سوى چي اته طالبان يې وژلي دي.