کور / تازه خبرونه / طالبان د برتانيې څخه چاودونكي مواد ترلاسه كوي

طالبان د برتانيې څخه چاودونكي مواد ترلاسه كوي


د برتانيې د انډيپينډينټ ورځپاڼه ليكي چي په افغانستان كي مېشت برتانوي ځواكونه د خپل هيواد په جوړو سوو چاودونكو موادو وژل كېږي.
د ورځپاڼي په وينا دغه خبره تېره اونۍ يوه برتانوي افسر د خپل هيواد د بهرنيو چارو وزير ډيويډ ميليبنډ ته په يوه ليدنه كي وكړه.
ښاغلي ميليبنډ تېره اونۍ افغانستان ته د سفر په ترڅ كي د هلمند ولايت ته هم تللى و، چي څه باندي ۵۰۰۰ برتانوي عسكر له طالبانو سره پكښي جنګېږي.
د ورځپاڼي په وينا ميليبنډ له برتانوي افسر څخه وپوښتل، چي دغه مواد طالبانو ته څنګه رسېږي؟
هغه وويل دا له برتانيې څخه د طالبانو د خواخوږو له خوا هغوى ته د پاكستان له لاري راوړل كېږي.
همدا راز د برتانيې د شاهي سمندري ځواكونو يوه قومندان ډګرمن ګارډن مسينجر هغه پرزې ښاغلي ميليبنډ ته وښودلې، چي په هلمند ولايت كي پر برتانوي پوځيانو تر يوې چاودني وروسته په لاس ورغلي وې.
بلي خواته د برتانيې د دفاع وزارت وياند وايي طالبانو خپل جنګي تاكتيك بدل كړى او دوى د مخامخ جنګ پر ځاى ډېره پاملرنه د ماينونو ايښولو ته اړولې چي زيات برتانوي پوځيان پكښي وژل كېږي.