کور / تازه خبرونه / په هلمند او کندهار کی څوارلس طالب جنګیالی ژلی سوی.

په هلمند او کندهار کی څوارلس طالب جنګیالی ژلی سوی.

په هلمند او کندهار کی څوارلس طالب جنګیالی ژلی سوی.
په هلمند ولایت کی چارواکی وایی نړیوالو ځواکونو د شنبه په مازیګر د هوا څخه د طالب جنکیالیو یوه عراده موټر تر برید لاندی راوست چی اته طالبان په کی وژل شوی دی .
داود احمدی د هلمند ولایت د والی ویاند وویل :نړیوالوځواکونو د هلیکوپترو په مټ د وسله والو موټر تر برید لاندی راوستی، چی دغه برید د استخباراتی معلوماتو په اساس ترسره شوی .
چی ټول [اته] وسله وال وژل شوی او موټر یی تباه شوی ،
قاری یوسف احمدی طالبانو ویاند د خپلو ملګرو د وژل کیدو خبر رد کړی او ویلی دی د هلمند ولایت په بیلا بیلو سیمو کی بهرنیو او کورنیو ځواکونو ته یی مرګ ژوبله اړولی ده.
د یوه بل خبر په اساس د شنبه د ورځی په مازیګر وسله والو طالبانو د پنجوایی ولسوالی په مربوطاتو کی د پولیسو په ګزمه برید ترسره کړ چی دوه پولیس یی ټپیان کړل او وروسته افغان او آیساف ځواکونو په سیمه کی عملیات پیل کړل چی د عملیاتو په لړ کی شپږ وسله وال وژل شوی دی .
عبدالله خان د کندهار ولایت د امنیه قوماندانی امنیت آمر وویل : په عملیاتو کی چی اوس هم روان دی شپږ وسله وال برید کونکی وژل شوی دی .
اما قاری یوسف وایی : په برید کی ټول وژل شوی پولیس دی .