کور / تازه خبرونه / طالبانو لوړ پوړى چارواكى وتښتاوه

طالبانو لوړ پوړى چارواكى وتښتاوه

د سوات طالبانو مينګوري ته په لاره كي لوړ پوړى حكومتي چارواكى وتښتاوه.
د ملكنډ ايجنسي كميشنر سيدمحمد جاويد رويټرز آژانس ته وويل خوشحال خان له خپلو شپږو ساتونكو سره مينګوري ته روان و، چي د طالب وسله والو له خوا وتښتول سو.
د سوات د طالبانو مشر مسلم خان د خوشحال خان د نيولو مسئوليت پر غاړه واخيست، خو وايي هغه د دوى مېلمه دئ، په چايو او ډوډۍ به يې خدمت وكړي او تر خبرو وروسته به يې خوشي كړي.
دا په داسي حال كي ده، چي د تېري دوشنبې راهيسي په سوات كي تر دوه كلني جګړې وروسته موقت اوربند اعلان سوى دئ. د شريعت نفاذ محمدي مشر مولانا صوفي محمد هڅه كوي، چي د مولانا فضل الله د طالبانو او د پښتونخوا د ايالتي او مركزي حكومت ترمنځ موقت اوربند په دايمي واړوي.