تازه خبر: طالبانو پوځي چارواكى خوشي كړ

34 | فبروري 23rd, 2009



له پښتونخوا ايالت څخه لر او بر ويبپاڼي ته رسېدلي خبرونه وايي، د سوات ولسوالۍ د مينګوري پوځي مشر خوشحال خان چي د ځايي طالبانو له خوا نيول سوى وو، تر يوې شپې بند وروسته خوشي سو.
نوموړى پرون له خپلو شپږو ملګرو سره له ځايي طالبانو سره تر اوربند وروسته مينګوري ته تلئ، چي دى او ملګري يې د طالبانو له خوا پر يوه نامعلوم لوري وتښتول سول.
د ځايي طالبانو وياند مسلم خان د هغه نيول منلي وه، خو ويل يې هغه د دوى بندي نه، بلكي مېلمه دئ، چي تر يو لړ خبرو وروسته به يې خوشي كړي.

Copyright Larawbar 2007-2024