تازه غزل

خان زمان کاکړ | فبروري 23rd, 2009


ګرانه راته ګرانه ده زړه پښتو

ده زموږ ایمان زموږ کعبه پښتو

ته چي پرې فتوا لګوې بدکوې

ماته دجنت سړه سایه پښتو

داله تورې جوړه دخوشحال لاس کې

سر پری دمغل وهي درنه پښتو

خود به دغلیم د سترګو خاروي

جنګ چه یه ګټلئ هغه ده پښتو

کاشکي چي لیکل هم په پښتو کي وائ

خواره پدې برخه کی یوه پښتو

ژغورو بې له غلو رانه یې لوټ نه کړي

ده خو دقرنونو خزانه پښتو

وړى به سېلاب یې عمري آخر

فام کوه او فام کوه لیکه پښتو

Copyright Larawbar 2007-2024