کور / تازه خبرونه / ورځپاڼو ته کتنه

ورځپاڼو ته کتنه

د ویسا خپلواکې ورځپاڼې د افغانستان په اړه د ناټو وروستۍ غونډې ته په اشارې لیکلي دي چې امریکا ونکړاې شول چې د افغانستان د روان جنګ په اړه اروپايې هیوادونه هم نظره کړي.


ورخپاڼه د موضوع په دوام د لوموند په نامه د یوې فرانسوې ژبې خپرونې په حواله لیکي چې اروپايې هیوادونه وايې چې ولې خپل سرتیري د امریکا په جنګ قربان کړي.

ورځپاڼې په یو بل ځاې کې لیکلي دي چې د افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزیران به ډیر ژر په سیمه کې د امن او ثبات د ټینګولو او د امریکا د نوي ستراتیژۍ په اړه د خبرو لپاره بیا پخپله کې وګوري.

ورځپاڼې د بګرام په زندان کې د افغان بندیانو د حالت په اړه هم یو مطلب خپور کړې او لیکلي دي چې دوې له خپل انساني حقوقو نه بې برخې دي.


د هیواد دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې دا غوښتنه کړې چې بیوله او وروسته پاتې ولایتونو ته باید د بیارغونې په بهیر کې لومړي توب ورکړاې شي.


ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په غټ سرلیک کې د افغانستان ددفاع د وزیر په حواله لیکلي دي چې ملي اردو باید په ټانکونو او الوتکو سمبال شي.

ورځپاڼه د جنرال وردګ په حواله وړاندې لیکي چې افغانستان ته ورپیښ ګواښونه پراخ نړیوال غبرګون غواړي.


د ملي ارمان نا دولتي ورځپاڼې بیا د پاکستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې تړون ته په اشارې د لویدیځو منتقدینو په حواله لیکلي دي چې پاکستان د القاعده او طالبانو لپاره یو بل پناه ځاې جوړ کړ.


ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې په افغانستان کې د نړیوالو ائیتلافي ځواکونو په فعالیتونو تبصره کړې او لیکلي دي چې دا ځواکونه په همغږي توګه فعالیت نه کوي او کوم ځانګړې هدف هم نلري.

ورځپاڼې د نوي تعلیمي کال د رانږدې کیدو په اړه په یو مطلب کې لیکلي دي چې د ښوونځیو د پرانستنې او د درسي پروګرامونو د پرمخ بیولو لپاره ډاډمن امنیت ته اړتیا ده او باید دې مسلې ته زیاته پاملرنه وشي.


د ارادې خپلواکې ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په غټ سرلیک کې لیکلي دي چې د هوا ککړتیا په افغانستان کې  یو نوې بحران دې.


ورځپاڼه د موضوع په دوام لیکي چې د افغانستان په سترو ښارونو کې د هوا ککړتیا د چاپیریال په یو جدي ناورین به بدل شي.

ورځپاڼې په یو جلا څیړنیز مطلب کې په افغانستان کې د میندو او ماشومانو د مړینې مسله هم راغستې او لیکلي دي چې هر کالې کابو څلورویشت زره امیدواره میندې مري.

ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د پاکستان د سوات د سیمې په تړون تبصره کړې او لیکلي دي چې دا تړون افغانستان لا خونړې کوي.


د افغانستان ټایمز انګلیسي ژبې خپلواکې ورځپاڼې بیا پخپله سرمقاله کې د غبرګولي له میاشتې وروسته یوې لنډ مهالې ادارې ته د واک د سپارلو لپاره په شویو غوښتنو تبصره کړې او لیکلي دي چې دا کار هم د اساسي قانون او هم د هیواد د ګټو په خلاف دې.


ورځپاڼه د خپلې تبصرې په دوام لیکي چې یوې لنډ مهالې ادارې ته د واک سپارل به په هیواد واکمن نسبي ثبات هم په بشپړه توګه له منځه یوسي او هیواد به د یو ژور بحران په لور بوزي.


د اصلاح او انیس دولتي ورځپاڼو هم د افغانستان او سیمې د روانو حالاتو او پیښو په اړه خبرونه او تبصرې خبرې کړیدي.


انیس پخپله سرمقاله کې د افغانستان په اړه د امریکا د نوي ستراتیژۍ په اړه په روانو بحثونو تبصره کړې او لیکلي دي چې پدې ستراتیژۍ کې  سیاسي پخلاینه هم په پام کې وساتلې شي.

خو اصلاح بیا هم پخپله سرمقاله کې دا غوښتنه کړې چې د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې مخه دې ونیلې شي.


د هشت صبح نا دولتي ورځپاڼې په واشنګټن کې د افغانستان په اړه جوړیدونکې غونډې ته په اشارې لیکلي دي چې هند پدې غونډه کې  ګډون نه کوي.


ورځپاڼې د موضوع په دوام د چین د سین هوا خبري اژانس د یو رپورټ په استناد لیکلي دي چې هند غواړي مخکې له دې چې د افغانستان په مسله کې ښکیل شي روان حالات ښه مطالعه کړي.

دې ورځپاڼې هم د پاکستان د سوات په سیمه کې په شوي تړون تبصره کړې او لیکلي دي چې له دې تړون سره به په افغانستان کې نا امنۍ زیاتې شي.