کور / سياسي / د اوباما جنگ

د اوباما جنگ

پدې اونۍ کي، د غربي مطبوعاتو فوکس افغانستان ته د اضافه امريکايي عسکرو استول، د افغانانو عامه افکارو د نوي سروې بد نتايج،  او د افغانستان په اړه د ښاغلي اوباما د پاليسۍ شکل او جهت دي. د اوباما د ادارې ټول عالي رتبه غړي افغانستان او پاکستان مغلق او پېچلي چلنچونه بولي. ټول د اوږدې مودې خبري کوي، او په عمومي پاليسۍ کي هر اړخيز بدلون غواړي. گرده اعتراف کوي چي يوازي پوځي عمليات او وژل کاميابي نه حتمي کوي.  ټول د مخالفانو سره د خبرو کولو مفکوره تاييدوي. نور حتى پر ديموکراسۍ باندي هم زيات او بېځايه ټينگار نه کېږي. په رشتيا هم د  افغانستان حالات ډېر خطرناکه دى.  د افغانستان او پاکستان پېښي او شرايط اورگانيک تړاو  سره لري.  که چيري په افغانستان کي د طالبانو او القاعدې ختمول غواړئ، مجبوره ياست چي په پاکستان کي هم د هغوى پوځي اډې او د سېب ځايونه بند او تباه کړئ. اسلامي افراطيت او القاعديزم په پښتني سيمو کي په اجتماعي، سياسي، او فرهنگي ناسور بدل سوى دى.  ټول پښتانه يې د تمدن او پرمختگ له کاروان څخه شاته اچولي دي. په سيمه کي يې دايمي سياسي او پوځي بحران او کشمکش جوړ کړى دى.  


په هر حال، تر اوسه پوري د ښاغلي اوباما ټيم ښه او جوړونکي گامونه اخيستي دي. ښاغلي اوباما هڅه کړېده چي د اسلامي نړۍ سره د متحده ايالاتو په پاليسۍ کي تجديد نظر او بدلون راولي. اوباما څو واري په خپلو ويناوو کي اسلامي نړۍ په خاصه توگه ياده کړې ده.  ښه نيت او دوستي يې څرگنده کړې ده.  د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزيري، مېرمن هيلري کلنټن هم اندونيزيا ته پخپل لمړي خارجي سفر کي د اسلام او مسلمانانو سره د دوستۍ او همکارۍ وعدې ورکړې.  هغې وويل د اسلام،مډرنټي، او ازادۍ تر مينځ تضاد نسته. په اندونيزيا کي، د مېرمن کلنټن د خبرو او ژمنو تود هر کلى وسو.  


همدا راز، د افغانستان په متعلق د اوباما وروستۍ فيصلې او خبري هم ښې او سمي دي.  فعلا، په واشنگټن کي د افغانستان د راتلونکې حکومت د نوي مشرۍ په باب غور کېږي.  مگر  څه چي د آينده حکومت د جوړښت په اړه په ازادو مطبوعاتو کي خپاره کېږي، تشويق کونکي دي. د اوباما ادارې منلې ده چي افغانستان زياتو منابعو او نوې دپلوماسۍ ته اړتيا لري.  د اوباما اداره غواړي چي په افغانستان کي د مرکزي حکومت پر ځاى واليان او محلي مشران تقويه کړي. مانا دا چي لمړى د څو قوي واليانو او مخورو ځايي مشرانو سره مرسته او همکاري وکړي، او بيا د هغوى له مينځه يو انتخاب کړي.  


زما په نظر د قوي مرکزي حکومت  مفکوره عملي او چټکه ده،  ځکه که چيري مشر سم سي، نور هر  څه خپله سمېږي.  سياسي عمليه لنډه او گړندۍ کوي.  د افغانستان په شان په وروستو پاتو ټولنو کي مشر او مرکز حياتي اهميت لري.  اوس به راسو د غربي مطبوعاتو د مقالو اجمال ته.


د واشنگټن پوسټ ورځپاڼه د فبروري پر ٢٢ ليکي: په افغانستان کي، د امريکا نوم او نښان ته صدمه رسېدلې ده.  ١٧٠٠٠ نور اضافه امريکايي عسکر به نه يوازي د جنگي طالبانو سره مخامخ سي، بلکي تر ټولو مهمه د عامه افغانانو د قهر او غوسې سره  به هم مخامخ وي.  د (بي بي سي) او ( اې بي سي) نيوز د عامه افکارو نوې سروې ښيي چي قريب ٩٠ فيصده افغانان د طالبانو مخالف دي، پنځوس فيصده امريکايان نه غواړي، او ٢٥ فيصده وايي چي پر خارجي قواوو باندي بريدونه موجه او درست دي.


په مرکو کي، افغانان  ځانمرگي حملې غندي. دغه راز، د امريکايي قواوو د تلاښيو او بمباريو هم په غوسه کړي دي.  د افغانانو قهر په داسي وخت کي زياتېږي چي د اوباما حکومت غواړي چي محلي خلک د ځان کړي څو د طالبانو مخه ونيسي.  افغانان په زياتېدونکې توگه د شپې په تېارو کي د امريکايي عسکرو تلاښيو او توفيقونو  سخت په غوسه کړيدي.  


يو افغان وايي: تېره مياشت زه له جلال اباد څخه کابل ته را روان وم.  ناڅاپه د امريکايي عسکرو کتار د کابل له خوا را ښکاره سو. لمړى يې بتۍ لگولې او بيا يې وژلې، بيا يې زموږ مخته پر سړک باندي ډزي پيل کړې.  آخر، دا زما ملک دى.  دا زما سړکان دي.  ايا زه پخپل هېواد کي ازاد او په امنيت کي د سفر کولو اجازه لرم او کنه؟


افغانان بېره لري چي د خارجي قواوو زياتوالى به د ځانمرگي حملو گراف لا جگ کړي.  زياتره مرکه سوي افغانان د طالبانو سره د روغي جوړي پلويان کوي.  افغانان په سوات کي د ځايي  طالبانو او پاکستاني حکومت موافقه جدي څآري. هلته د امنيت په بدل کي شرعيت عملي کېږي.  د سوات معاملې په باب ښاغلي هولبروک اندېښنه څرگنده کړېده، خو جنرال پترييس ويلي دي چي په  افغانستان کي د سوات غوندي معاملو ته چمتو دى.  


بل پلو، د نيوياک ټايمز اخبار د فبروري پر ٢٠ پخپله سرمقاله کي ليکي:  ښاغلي اوباما او ټيم يې د افغانستان د پاليسۍ په غور لگيا دي.  افغانستان د بوش د تباه کونکو پاليسيو ميراث دى چي اوباما ته پاته دى. هلته شرايط پداسي سرعت خرابېږي چي اوباما مجبوره سو چي د پاليسۍ د غور تر ختمېدو د مخه هغه هېواد ته ١٧٠٠٠ اضافه عسکر واستوي. اوباما مجبوره دى چي يا د کابل مرکزي حکومت تقويه کړي او يا واليان او محلي مشران.  د کرزي بدو  پاليسيو ډلي- ډلي افغانان د افراطيت غېږي ته ور ټېله کوي.  


پدې تېرو اونيو کي امريکايي قومندانانو د ځينو “اصلاح سويو” طالبانو سره تماسونه ډېر کړي دي. ښايي بله چاره هم نه وي.  مگر د اوباما تر ټولو ستر چلنچ دا دى چي څرنگه پاکستان پدې راضي کړي چي د مذهبي افراطيانو او القاعديزم پر خلاف جگړه يوازي د متحده ايالاتو په گټه نده، بلکي د پاکستان لپاره هم حياتي مسله ده. 


د اکانوميسټ مجله د فبروري پر ١٩ باندي د “طالبانو سره مقابله” تر عنوان لاندي ليکي: اوس نو هر چا ته دا څرگنده سوې ده چي د طالبانو سره جگړه يوازي د افغانستان په سرحدونو کي دننه نسي گټل کېدلاى.  تر هغه وخت پوري چي د پاکستان په ازادو قبايلي سيمو کي طالبان او نور مذهبي افراطيان د سېب او ارام ځاى لري، افغانستان او غرب به هيځکله هم ارام خوب و نه کړي.  د افغانستان په دايمي حل کي به ضرور د ايران، روسيې، او هند گټي هم شاملي وي.  دخوشحالۍ خبره دا ده چي  ښاغلي اوباما پر  “سيمه ايز”  حل باندي ټينگار کوي. دغه راز، د پخواني او باتجربه کاره دپلومات ريچارډ هولبروک مقرري هم سم کار دى.  د ١٧٠٠٠ عسکرو د استولو فيصله د وضعي خرابي ښيي.  


مجله ليکي: د بري تعريف لږ تر لږه هره مياشت يوه خانه را کښته کېږي، خو بياهم ليري او بعيد ښکاري. تر ټولو بده خو لا دا چي په پاکستان کي د طالبانايزېشن پروسې زور اخيستى دى، حال دا چي پاکستان ذروي وسلې او ١٧٠ ميلونه نفوس لري.  مگر په پاکستان کي د طالبانو او ملايانو حاکميت کمه تر کمه څه ليري ښکاري، ځکه د پاکستان په با نفوسه سيمو کي مذهبي افراطيان چندان محبوبيت او نوم او نښان نلري.  حتى په صوبې سرحد کي هم ملايانو په انتخاباتو کي ماتې وخوړله.  عامه پاکستانيانو عموما په انتخاباتو کي  اخواني او مذهبي احزاب شرمولي دي.  عموما، پاکستاني ملکي سياستوال د ملايانو او مذهبي ډلو  سره څه په زغرده مخالفت کوي، خو د پاکستان پوځ د مذهبي ډلو تر شا ولاړ وي.  د پوځ اوږده حاکميت اوسنۍ ستونزي خلق کړې.  


که څه هم د پاکستان د طالبانايزشن تهديد څه مبالغه ښکاري، خو د طالبانو خطر کم شمېرل هم سم کار ندى.  طالبانو د افغانستان او پاکستان د سرحدونو په اږدو کي، په صوبې سرحد کي، او پدې اونۍ کي په سوات کي ستره سياسي سوبه تر لاسه کړه.  پاکستان اوس هم نه غواړي چي په پښتني سيمو کي د طالبانو پر خلاف موثر عمليات وکړي، ځکه پاکستان طالبان د افغانستان لپاره د “ستراتيژيکي پانگي” په شان ساتلي دي.  


په افغانستان کي، د بري لپاره اضافه عسکرو ته اړتيا سته، ځکه زيات عسکر به بمبارۍ کمي کړي.  بمباريو کي ملکي کسان وژل کېږي، د ملکي خلکو وژل د طالبانو سره مرسته کوي.  مگر يوازي عسکر ميدان نسي گټلاى.  د انکشافي پروژو ډېرول، د ځايي او قومي خلکو سره خبري اتري کول، او طالبان د سولي په پروسه کي را داخلول ميدان گټي.  


همدا راز، د اکانوميسټ مجله د فبروري پر ١٩ په يوې بلي مقالې کي ليکي:  که څه هم امريکا لگيا ده افغانستان ته زيات عسکر لېږي او هم افغان پوځ روزي، خو بيا هم د طالبانو په ماتولو کي له ستونزو سره مخامخه ده.  مجله لمړى د شوروي او امريکا اشغالونه سره مقايسه کوي، او بيا وايي: که څه هم تاريخ او اوسني خراب حالات ښه زيرى نلري، خو بياهم امريکايي قومندانان فکر کوي چي په افغانستان کي کاميابي تر لاسه کېداى سي.  هغوى استدلال کوي او وايي: طالبان د مجاهدينو په شان يو سوپر پاور حامي نلري، او حتى اوس هم په عامه افغانانو کي ډېر پلويان نلري. 


بلخوا، په متحده ايالاتو کي  د نېشن  مجله د فبروري پر ١٨ د دغه جريدې په ويب پاڼه کي  د مشهوري مترقي ديموکرات ليکوالي، مېرمن کترينا وينډين هيويل، په قلم د ښاغلي اوباما پر هغي فيصلې باندي انتقاد کوي چي افغانستان ته  ١٧٠٠٠ امريکايي عسکرو د  سمدستي  استولو امر کوي.  مېرمن کترينا ليکي: سوال دا دى چي جمهورريس اوباما حتى د هغو ستراتيژيک څېړنو د نتايجو خپرېدو ته لا معطل نه سو چي همدا اوس په واشنگټن کي رواني دي. دوې لسييزي پخوا شوروي دلته ورانونکې ماته وخوړه.  خپله اوباما بار بار ويلي دي چي د افغانستان بحران ته نظامي حل نسته.  نو بيا د جنگ پراخول او د عسکر وزياتول څه مانا لري؟.  


مېرمن کترنيا زياتوي: د اشغال پراخول به موږ له هغو قيمتي منابعو څخه محروم کړي چي دلته دننه په امريکا کي ورته سخته اړتيا لرو‌.  د اشغال پراخول به پاکستان لا بې ثباته کړي، د ناټو او زموږ تر منيځ به کشمکش او لانجه لا زور واخلي، او په اسلامي نړۍ کي به د امريکا په وړاندي هغه نوي ښه نيت کمزوري کړي چي د عراق څخه د امريکايي عسکرو د را ايستلو پروسې را پيدا کړى دى.  د عسکرو زياتوالى به نه زموږ او نه هم د افغانانو  امنيت تامين کړي، بلکي اضافه عسکر به ضروري د ملکي کسانو مرگ ژوبله لا ډېره کړي.  کله چي اوباما د عسکرو د  لېږولو اعلان وکړى، په هغه ورځ، ملگرو ملتونو اعلان وکړ چي تېر کال د ملکي افغانانو په وژولو کي ٤٠ فيصده ډېروالى راغلى دى.  زياتره دغه وژني زموږ د بمباريو له کبله را مينځته کېږي. 


تر نن ورځي پوري، د افغان جنگ په جورج ډبليو بوش پوري اړه لرله، مگر د اوباما وروستۍ فيصلې دا وښوده چي د افغان جگړه  ګويا د ښاغلي اوباما په جنگ بدلېږي. جمهورريس اوباما، دا جنگ مه خپلوئ!