کور / سياسي / ګورباچُف تر اوباما هوښیار و

ګورباچُف تر اوباما هوښیار و

لیکوال : اریک مارګولیس
منبع : ټورنټوسن ورځپاڼه ( کاناډا )
نېټه : ۲۰۰۹/۲/۲۲

شوروی مشر ماتې ومنله او ۲۰ کاله مخکی یې لا د افغانستان څخه خپل پوځیان را ویستل .

شل کاله مخکی په همدې اوونۍ کی وروستي شوروی پوځیان د افغانستان څخه ووتل . د شوروی نیونی پر مهال ( ۱۹۷۹ ـ ۱۹۸۹ ) یو نیم ملیون افغانان د شوروی پوځ او افغانی کمونیسټانو پواسطه ووژل سول .

نوي شوروی مشر میخایل ګورباچُف ځان د انسانیت ، درنښت او پوهی د یو ستر مشر په توګه ثابت کړ . زه هغه د نیلسن ماندیلا سره برابروم . ګورباچُف څرګنده کړه چی د افغانستان دا جګړه چی د ده مبهم مخني لیونید برژنیف او په « کی جی بی » کی د ده  هم مسلکو یوې ډلي راپیل کړې وه ، نسی ګټل کېدای .

ګورباچُف په جرأت سره دا ماتې ومنله او خپل پوځیان یی هېواد ته راوستل . تر دې لږ څه وروسته شوروی اتحاد چی یو مفلس او ډیوالی سوی مطلقه قدرت و ، د بیری او ځپني په غېږ ورغی او پسی ټوټه ټوټه سو . ګورباچُف دا قطعأ و نه منل چی شوروی امپراتوری په وچ زور همداسی وساتی .


د مفلیسی او ډیوالی امریکا د مطلقه حاکمیت نوﺉ ولسمشر باید د ګورباچُف عقل په پام کی ونیسی . د بارک اوباما پرانیستنی دا بشپړ چانس درلود چی د امریکا تر مشرۍ لاندی یی دغه افغانی جګړه تم کړې او د بهرنۍ نیونی په وړاندې یې د هغه افغان مقاومت سره ( چی دواړو یعنی شوروی اتحاد او امریکا د « تروریسټانو » ټاپه پر لګولې ) خبری اتری پیل کړی وای . خو د دې برعکس اوباما لوړه وکړه چی دغه اته کلن جنګ چی په ۶۲ بلیونو ډالرو تمام سوی ، نور هم پسی توند کړی . اوټاوا ته دا جنګ صرف په همدې ۲۰۰۹ کی په ۶۰۰ ـ ۸۰۰ ملیونو ډالرو تمامیږی .


ولسمشر اوباما لږ څه مخکی اعلان وکړ چی دﺉ به افغانستان ته د هغو ۶۰۰۰ پوځیانو څخه علاوه چی بوش ورولیږل ، نور ۱۷۰۰۰ امریکایی پوځیان هم ولیږی . وروسته به نور ۱۳۰۰۰ پوځیان هم ور لېږل کیږی . دا تازه ځواکونه به په عراق کی د امریکایی پوځونو څخه هلته ورځی . خو پنتاګون زیار باسی چی د عراق څخه د پوځیانو ایستل وځنډوی یا یې بیخی ودروی . 


د اوباما جنګ ـ

د اوباما جنګ ته دې ښه راغلیً وی . ځکه ، اوباما په افغانستان کی خپل هدفونه داسی وښودل : « پر شمالی امریکا باندی د حملې لپاره د ټوپ د یوې تختې په توګه د هغه د استعمال مخنیوی » او « د القاعده ماتول . » ده دا اجازه هم ورکړه چی باید هڅه وسی چی د خبرو اترو په وړاندی کولو سره د طالبانو په منځ کی نفاق راوستل سی . خو دا دواړه هدفونه په کلکه ناچله دي . ځکه د سپټمبر د یوولسمی حمله په جرمنی او هسپانیه کی طرح سوې وه چی د ادعا له مخی هغوی سعودیان او پاکستانی اتباع وو . هو ، پر نیویارک ، واشنګتن ، لندن ، ماډریډ او ممبیًی باندی حملې د افغانستان په غرونو کی نه بلکی  بل ځای په اپارتمانونو او کورونو کی طرح سوي وې . 


که اوباما دا پلان لری چی په جنوبی آسیا کی امریکایی ضد ډلی « وځپی » نو باید پر ۱۶۷ ملیونه نفوس لرونکی پاکستان باندی یرغل وړوړی . القاعده خو هیڅکله هم تر ۳۰۰ زیات غړی نه لرل او نن هغوی یو څو کسو ته راټیټ سوي چی په پاکستان کی پټ دي . د القاعده اصلی او بنیادی رول ، لکه زما هغه کتاب چی یې هم تشریح کوی چی سرلیک یې « امریکایی راج : آزادول او که تابع کول ؟ » دی ، یو مېلمستون او د هغو مجاهدینو د نومونو د فهرست څخه علاوه بل څه نه و چی د شورویانو سره به جنګېدل ، نه دا چی هغوی نو یو نړۍ شموله « تروریسټی جوړښتون » و . 


اوباما د افغان جګړې په پراخولو سره غواړی په پاکستان کی د یوې ستری اوراخیستنی د لوی تهدید باعث شی . همدا نن نن امریکایی جنګی الوتکی او د سی آی اې وژونکي بې پیلوټه طیارې د درو پټو پاکستانی اډو څخه عملیات کوی . واشنګټن د پاکستان ۱۲۰۰۰۰ کسیز پوځ « د سی آی اې د پټو پرداختونو څخه علاوه ) د میاشتی په ۱۰۰ ملیونو ډالرو کرایه کړی تر څو د امریکا پواسطه د افغانستان د اشغال ننګه وکړی . 


پاکستان ـ

د پاکستان حکومت ته چی د امریکا یو کلیدی ملګری دی ، واشنګټن روپۍ ورکوی تر څو پر خپلو خلکو بریدونه وکړی او هم امریکایی پوځیانو ته اجازه ورکړی چی کټ مټ عمل وکړی . پاکستان نن مفلس او ډیوالی سوی دی . هلته د امریکې تر ملاتړ لاندی وروستي رژیم ټولی هغه پیسې غلا کړې چی موجودی وې . تر څه حده داسی ښکاری چی د پاکستان دغه کرایه سوﺉ پوځ د ښورښ او هغه حکومت د نسکورولو په فکر کی دی چی دوی ته د خپلو خلکو د وژلو هدایت ورکوی . 


د اوباما څخه زموږ لوړي تمی او هیلی نور نو په چټکۍ سره د مړاوی کېدو په حال کی دي . داسی ښکاری چی د ده حکومت د بوش د مختوری سپینی ماڼۍ ډیرو هغو غیرقانونی او ځپونکو تګلارو ته پایښت ورکوی چی ده یې د ختمولو قسم کړی و لکه : کړاو ، تښتونی ، په پټه د تلیفونی مکالمو او نورو ارتباطاتو ثبتول ، وژني ، قانونی سرغړونی ، حقوقی طرزالعمل .

اوباما ته دا څه ورپېښه سوه چی د بدلون راوړل یې و نه کړای سو ؟ هغه دا چی د بوش د مهال پاتی شونی سخت سري کسان همدا اوس هم د منځني ختیځ او افغانستان په ارتباط د اوباما بهرنۍ تګلاره مخته بیایی . 


په افغانستان کی جنګېدلي شوروی افسران امریکا او د هغه نورو وسلوالو ملګرو ته همدلته د ماتېدو خبردارﺉ ورکوی . زه پر دې شکمن یم چی ښایی اوباما به همدا اوونۍ په اوټاوا کی خپلو کوربه وو ته په مؤدبانه ډول څرګنده کړې وی چی « که تاسی غواړﺉ چی جنرال موټر کمپنیانی په کاناډا کی پاته وی ، نو په افغانستان کی مو د خپلو پوځونو شتون ته پاښت ورکړﺉ . » 


د اوباما سپینه ماڼۍ د افغانستان لپاره آن یوه معقوله او منطقی سیاسی ستراتیژی هم په ښکاره الفاظو سره نسی ویلای . بس د ده وروستۍ تر ټولو غټه عقیده دا ده چی بدبخته ولسمشر حامد کرزی ایسته وغورځوی او پر ځای یې  یو نوی ګوډاګی نصب کړي . 


واشنګټن په دې تمه دی چی د امریکایی پوځیانو دغه ډېرښت او ټینګوَنه به افغان ملی مقاومت په سوټی ووهی تر څو هغوی د امریکا تسلط ومنی او په دې توګه به نو د کسپیین د حوزې څخه له پخوا نه پلان کړه سوﺉ پایپ لاین جوړیږی چی د افغانستان له لاری پاکستان ته ورتیریږی . هو ، جورج بوش هم باید ښه ورته وخاندی . پای