ميدان وردګ: په اړو او متضرو كورنيو ۱۸۶ ټنه غنم ووېشل شول

د لراوبر اداره | فبروري 23rd, 2009


دميدان وردګ ولايت دنرخ په ولسوالۍ كې په اړه او متضررو كورنيوباندې يوسلوشپږاتيا ټنه غنم ووېشل شول .

دميدان وردګ ولايت دنرخ ولسوالۍ په (۳۷۰۰) اړو او متضررو كورنيو باندې (۱۸۶) ټنه غنم او همدارنګه د پوهنې  په سلو استادانو باندې ډول ډول مرستې ووېشل شوي .

دميدان وردګ ولايت والي محمد حليم فدايي ولسواليو ته دسفرونو په لړۍ كې نن د ولايت د مقام  دټولو ريسانو سره په ګډون نرخ ولسوالۍ ته سفروكړو چې لومړى د ولايت ادارې غونډه په نوموړى ولسوالۍ كې جوړه ورپسې دخلكو ستونزې او شكايتونه واوريدل شول  وروسته د سيمه ييزې شورا و دنرخ ولسوالي څخه راغلو خلكو په غونډه كې  ښاغلي فدايي وينا وكړه او دخپلو سفرونو موخه يې د ښې چارواكۍ او ولسونو ته په حكتومتدارۍ كې د ونډې وركولو په اړه د يوقدم ايښودل وګڼل .

ښاغلي فدايي په ولسونو غږ وكړو چې له موږ سره دامنيت په تامين،بيارغاونه ا وښې چاواكۍ په اړه خپل نظرونه شريك كړۍ ترڅو د ولس په غوښتنه خلكو ته بنسټېيز خدمتونه وړاندې كړو همدارنګه ښاغلي والي د ټولو دولتي كسانو ته په ډاګه كړه چې تاسو د مركزي دولت د سفيرانو حيثيت لري ستاسو ښه اوبد د يونظام تصوير خلكو ته ورښايي او بايد په خپلو كارونو كې دشفافيت  او عدالت  څخه كار واخلئ، ورپسې دولايتي شورا ريس حضرت محمد جانان د ولسونو په استازيتوب د ښاغلي والي څخه مننه وكړه چې په ريښتنې ډول يې دميدان وردګ ولسونو ته په كارونو كې د ونډې زمينه برابره كړې ده چې اوس د اولسونو پورې اړه لري چې دغه چانس څخه څرنګه ګټه اخلي.

وروسته(۱۸۶)ټنه غنم چې د بيړنيو مرستو كميټولخوا دې ولسوالۍ ته ونډه وركړل شوې وه  په درې زره اوو سوو كورنيو باندې د ښاغلي فدايي لخوا ووېشل شول او همدارنګه يوشمېر نور مرستندويه مواد لكه كمپلي، چاى ترموزونه،جنمازونه ، دلوبو سامانونه د ښاغلي والي لخوا دپوهنې په استادانو او مشرانو ووېشل .

Copyright Larawbar 2007-2024