کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / بېوزلي يوه نړيواله ستونزه

بېوزلي يوه نړيواله ستونزه

له انګرېزي سرچينو

بېوزلي يوه ټولنيزه پديده ګڼل کېږي، چې ځينې کسان يې له ټولنيز عدالت، اقتصادي ناانډولۍ او قومي، جنسي دغه راز اقتصادي توپيرونو سره تړلې ګڼي.

دا پديده په لوېديزه اسيا او شمالي افريقا کې پر خپل حال پاتې ده، حال دا چې په اروپايي او د منځنۍ اسيا هېوادونو کې د وخت په اوښتو سره په لويه پيمانه پراختيا مومي.

د نړۍ نيمايي خلک د ورځې تر دوو ډالرو کم عايد لري، چې ډېرى يې له سختې لوږې سره مخ دي، اوس مهال د ښارونو يو مليارد اوسېدونکي هغه کسان دي چې په کنډوالو کې سخت ژوند تېروي. نړيوال ارقام ښيي، دا مهال په نړۍ کې ٦ مليارده خلک ژوند کوي چې نيمايي يې په ښارونو کې اوسېږي او ٣مليارده خلک په کليو کې استوګنه کوي، خو هر کال له ٢٠ نيولې تر ٣٠مليونو پوې کسان له کليو څخه د کار لپاره ښارونو ته مخه کوي.

په ٢٠٠٠م کال د نړۍ مشران سره راټول شول او پرېکړه يې وکړه چې تر ٢٠١٥م کاله پورې به په ټوله نړۍ کې د بېوزلۍ او اقتصادي فقر ريښې وچوي او اقتصادي ودې ته به زمينه برابروي، دا په داسې حال کې ده چې د شمېرو له مخې هر کال په نړۍ کې ٢٥مليونه خلک د لوږې له کبله ساه ورکوي، په هرو ٥ ثانيو کې لوږه د يوه ماشوم ژوند اخلي. ١٢١مليونه ماشومان له زده کړې بې برخې دي او په نړۍ کې ١٥مليونه ماشومان يتيمان دي، چې ميندې او پلرونه يې د ايډز ناروغۍ له کبله وژل شوي دي

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق يا يونيسف بيا وايي هره ورځ ٣٠٠٠٠ماشومان د بېوزلۍ له کبله ساه ورکوي، چې هره اوونۍ ٢١٠٠٠٠ او هر کال ١١مليونه کېږي، چې زياتره يې تر ٥کلنۍ کم عمر لري. د دې تر څنګ هر کال يوازې ١،٨ مليونه ماشومان د نسناستې له کبله مري، دغه اداره وايي که چېرې مو پر پوځي چارو د لګول شوې پانګې په سلو کې يوه برخه د بېوزلۍ په له منځه وړلو کې لګولاى نن به دا حالت نه واى او ټول ماشومان به توانېدلاى ښوونځيو ته لاړ شي.

په ٢٠٠٠م کال يو مليون او ٧لکه ماشومان د بېوزلۍ له کبله ووژل شول. د نړۍ د ماشومانو شمېر ٢،٢ مليارده دى، خو په هرو دوو ماشومانو کې يو د بېوزلۍ ښکار شوى دى.

بله خوا د ملګرو ملتونو يو راپور وايي چې د تېرو ٥٠٠کلونو په پرته د بېوزلۍ کچه راټيټه شوې هم ده. خو نړيوال بانک بيا اټکل کوي چې تر ٢٠١٥م کاله پورې به د نړۍ د بېوزلو کسانو شمېر ٨٠٠مليونو ته ورسېږي. حال دا چې په ١٩٩٠م کال کې يې شمېر ٢٤٠ مليونه و.

د ملګرو ملتونو د کرنې او خوراکي موادو يوه څانګه چې مرکز يې په ايټاليا کې دى، وايي چې ١٣٢مليونه ماشومان چې تر ١٤کلنۍ کم عمر لري، د نړۍ په پنځو لويو وچو کې پر کروندو سخت کارونه کوي، د دې تر څنګ د ملګرو ملتونو سازمان وايي چې يو مليون ماشومان په نړۍ کې د ګواښونو او خطرونو په ګاللو سره په کانونو کې درانه کارونه کوي.

دغه دفتر په يوه اعلاميه کې (راځئ ماشومتوب بېرته ماشومانو ته ستون کړو)

د ملګرو ملتونو سازمان وايي په نړۍ کې دا مهال ٨٥٠ مليونه خلک له سختې لوږې سره مخ دي او هر کال ٥مليونه خلک پر دغه شمېر اضافه کېږي. هر کال په مليونونو خلک د خوارځواکۍ او لوږې له کبله يا د خپلو سترګو ليد له لاسه ورکوي، يا هم په سمه توګه وده نه شي کولاى.

د نړيوال روغتيايي سازمان يوه مدير د ارجنتاين په پلازمېنه کې وويل:

د بېوزلۍ، غفلت او ناسم چاپېريال شرايط هغه ستونزې دي چې په نړۍ کې يې روغتيايي وضعيت ګواښلى دى، په نړۍ کې په مليونونو کسان د هغو ناروغيو له کبله مري چې د درملنې وړ دي.

نوموړي وويل هغه تړون چې په ٢٠٠٠م کال لاسليک شوى- تر ٢٠١٥م کاله پورې به عملي نه شي.

که څه هم نړۍ په يوه لحاظ ډېر پرمختګ کړى دى، خو بيا هم يو مليارد کسان روغتيايي اوبو ته لاسرسى نه لري، دوه مليارده کسان برېښنا نه لري، پنځه مليارده او دوه سوه مليونه کسان روغتيايي اسانتياوې په واک کې نه لري، د ملګرو ملتونو د وروستۍ څېړنې له مخې د نړۍ د ښارمېشتو خلکو له ٣مليونو څخه، يو مليون په غريب مېشتو سيمو کې اوسېږي، چې له ١٩٩٠ م کال راهيسې دا شمېره ياته شوه ده،

د ملګرو ملتونو ارقام ښيي چې ٨٤٠ مليونه خلکوڅخه ١٠مليونه د ٢٠٠١-١٩٩٩م کلونو په بهير کې که څه هم په صنعتي ښارونو کې اوسېدل خو بيا هم د خوارځواکۍ او لوږې له کبله ځورېدل.

د څېړنې له مخې د ١٩٩٧-١٩٩٥م کلونو په پرتله ١٨مليونه نور هم په دې ډله کې زيات شوي دي.

اوس مهال ١٢مليونه امريکايي کورنۍ د خوړو په برخه کې ناامنه دي، ٤مليونه کورنۍ چې ٩مليونه کسان کېږي، لا هم وږي دي.

د امريکا د ښاروالانو کنفرانس رپوټ ورکړ چې د ٢٠٠٢م کال په بهير کې د بېړنيو خوړو د مرستې غوښتنه په سلو کې ١٩زياته شوه، چې دا کړکېچ د ټولې امريکا په کچه پراخ شوى دى.

نژدې يو مليارد کسان له مطلقې بېسوادۍ سره شلمې پېړۍ ته داخل شول.

د نړۍ په سلو کې ١٠خلک هوسا ژوند لري، پاتې نور يې له لوږې او بېوزلۍ سره لاس و ګرېوان دي، د نړۍ ١،٢ملياره خلک د ورځې تر يوه ډالر کم عايد لري او ١،٦ مليارده يې تر دوو ډالرو کم عايد لري، د نړۍ د بېوزلو له ډلې په سلو کې ٧٠ يې ښـځې دي.

د نړۍ د ١٤٨مليونه ماشومانو له ډلې ١٠٠مليونه پر سړکانو ويدېږي، د ملګرو ملتونو يو راپور وايي په اسيا کې ١٤٦مليونه ماشومان بېلابېل درانه کارونه کوي، چې د راپور په حواله هر کال ١مليون ماشومانو بدلمنۍ ته مخه کوي.

په امريکا کې ٧لکه خلک بېکوره دي او په دغه هېواد کې ١٢مليونه ناقانوني کارګر په کار بوخت دي، د امريکا په زندانونو کې ٢مليونه کسان تر يوه ډالر په کم عايد سخت کارونه کوي.د دې تر څنګ:

په نړۍ کې ٦٤٠مليونه خلک بېکوره دي

٤٠٠ مليونه خلک روغتيايي اوبه نه لري

٢٧٠مليونه خلک روغتيايي اسانتياوې نه لري.