کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / افغانستان دامپریالیزم هدیره (قبرستان)

افغانستان دامپریالیزم هدیره (قبرستان)

یوی اطریشی ورځپانی پر(۲۰۰۹.۲.۱۵)نيټه باندی  په یوه څیړنه کښې په اشاری سره ولیکل ،افغانستان داهسی یوه مسئله نه ده  چې لویدیز وکولای سی دغه مسئله حل کړی ، په پيښ لیک (تاریخ ) کې دغه هیواد یې په دی ډول سره څیړلی دی ،چې داهیواددامپریالیزم ادیره  بولی چې دا اوس  مهال  امریکا اوناټو یې دماتی اودناکامی په واټ کې دمنځه وړلو حالت ته یې راوستی دی .


اطریشی ورځپاڼی «کوریر» په دی څیړنه کې په دی هکله پردی مطلب باندی  ټينګار کوی،چې افغانستان دامپریالیزم په ادیره او(قبرستان ) اوښتی دی   اوپه دی سیمه اوهیواد کې  وروسته دانګلیس اودپخوانی شوروی اتحاد نه اوس وار دامریکا اودده سره دناټو دی ،په دی هکله یې ولیکل : امریکا دبوش دجمهوررئیس دریاست په وخت کې اود(۲۰۰۱) دوه زره یووم کال دسپټامبر دیوولسمی نيټی دپيښی وروسته  پریګړه یې وکړ ،القاعده اوطالبان چې دسړی جګړی په وخت کې دوي په خپله  دغه ټروریسټی ډله یې په وسلیوسمبال اورامنځته کړی اوجوړکړی وه نورنوددوي کار ختم  اودپای ټکی ورته کښیږدی اودمنځه یې یوسی .


په دی ورځپاڼی کې لیکوونکی ددی مطلب په ادامه سره لیکی چې دسړی جګړی په وخت کې دپاکستان دامنیتی ارګانونوپه مرستی سره دغه بنسټ پاله  ډله یې په قبایلی سیموکښې  خپل دایديولوژیک دښمن په وړاندی  دمبارزی اوجګړه کولودپاره په وسلیواونظامی  سامان او الاتوباندی سمبال کړ اوننه ورځ دغه بنسټپاله افراطی ډله  چې دامریکا اودهغه دملګروپه وسیله سمبال سوی وه اوس ددوي امرنه منې ،دوي  یې خوښی کړی اوسرکشی ځينی کوی،او اوس مهال هم واشینګټن اوهم دهغه ملګري دشمالی اتلانتیک دسازمان نظامی تړون یې  دماتی اودمنځه وړلو په واټ کې قرارورکړی اودناکامی سره یې مخامخ کړی دی .


لیکوونکی ددی مطلب په ادامه ورکولوسره  دافغانستان  پرکړکیچنوحالاتو اووضعیت باندی  اشاره کوی اولیکی یې : اوسمهال په سلوکښې (۷۰)اویافیصده دافغانستان خاوره دطالبانو دډلی ترواک اولاس لاندی دی  ،اوډېره موده کیږی چې پاکستان هم ددی بنسټپالی ډلی په ویروس سره اخته سوی دی .


دافغانستان خلک هم  په داهسی شرایطوکښې  نورنوددموکراسی سوچ اوفکرپه  خپل ذهن کې نه راګرځوې  .
لیکوونکی په پای کې په اشاری سره په دی هکله دامریکا دنوی جمهور رئیس  دشخصی دلایلوپربنسټ  چې دافغانستان مسئله یې خپل د بهرنیوچاروپه ترسره کولوکې په لمړی  سرکې یې ځای ورکړی دی اوغواړی چې نور ډېر امریکایی سربازان ودی هیوادته ورولیږی اوپه دی ډول په خپل فکرسره نورډېرغیرنظامی مرستی رامنځته اوزیات کړی په دی  اړه یې ولیکل :   ایا دابه ،دعاقلانه اورښتینی  بهیر بدلون په دی لورکې انځوراورامنځته سی ،دذهن څخه ډېرلېری دی .


لیکوونکی  همدارنګه ټينګار کوی چې افغانستان داهسی یوه مسئله نه ده چې لویدیز وکولای سی چې هغه حل کړی .
دانګلیسی شبکی  میډل ایست اونلاین څیړنیز یادداښت!
دامریکا دامپراطوری دوران سرته رسیدلی دی :


که امریکا خپل دغیر رسمی امپراطوری څخه  په نړی کې  پرشا نه سی ، اوخپله دفاعی بودجه یې چې په ډېروحشتناکه ډول سره زیات کړی دی ،رالږ یې نه کړی ،او په نړیوالومسائلوکښې دځانه څخه تواضع ونه نښئ اودغروردعمل څخه ځان خلاص نه کړی اوددی عمل څخه لاس پرسرنه سی،   دغه  رښتونی او ریالستيک فاکتونه اوواقعیتونه به تروخت دمخه  به ډېرژور  راپيښ اورامنځته  سي  .
انګلیسی شبکې میډل ایست اونلاین دامریکا دکورنې اوبهرنۍ وضعیت په  هکله په یوه څیړنه کې وی  لیکل : دامریکا دامپراطوری دوران سرته رسیدلی دی .
ددی يادداښت ټول متن په لاندی ډول سره دی : که یوکس وغواړي چې خپل دژوندکولودمطالبو میزان وسنجوي ،دغه مسئله  په ځیر سره دخپل اوسنی وضعیت  سره نه ترسره کوي ، مګرهغه هیلی اوغوښتنی چې دژوندانه څخه یې لرې ،دغه کار ترسره کوي .


دبیلګی  په توګه یو غریب سړی په یومخته تللی هیواد کې دیوی جوړ ی بوټونوپه درلودلوسره  چې لمړی ځل یې رانیولی دی ،ډېر پری خوشحاله اوخوښ دی ،اما یوملیارډردبازارپه رالویدلوسره( ۱۰۰) سل میلیونه ډالره دلاسه ورکوی اوتاوان کوی ، سمدلاسه ځان  وژنه کوی  .
دغه مسئله په پراخه سطحی سره  دیوهیواد دخلکوپه منځ کې هم کیدی سی همداهسی اووسی.
دبیلګی په ډول سره  اوس مهال  دامریکا ممتازه طبقه  ددوهمی نړیوالی جګړی  دوخت څخه راپه دی خوادسیاسی اوفرهنګی لوړتیا څخه ګټه پورته کړی اوګټمن سوی دی اوددی هیواد دواک اوښکیلاک څخه په نړی کې  په داوروسیتودوولسیزوکښې خصوصآ دپخوانی شوروی اتحاد دړنګیدوڅخه  سرمسته دی ،ځکه چې دپخوانی شوروی اتحاد دړنګیدوڅخه   ،امریکا دنړی دیویوازنی  ستر واکمن اوځواکمن  ترسرلیک لاندی مطرح سوی دی . په رښتیا سره دامریکا ممتازه طبقه  ددی حقیقت دمنلو په وړاندی  چې اوس  مهال دیوقطبی  نظام  دوتلوپه حال کې دی اونړی ویو څوقطبی  نظام  ته بدلون مومی ،اودغه طبقه ددغه بدلون په وړاندی  دریږی اومقاومت کوي  . په دی  صورت کې که امریکا خپل دغیر رسمی امپراطوری څخه  په نړی کې  پرشا نه سی ، اوخپله دفاعی بودجه یې چې په ډېروحشتناکه ډول سره زیاته کړی ده ،چې رالږ یې نه کړی ،او په نړیوالومسائلوکښې دځانه څخه تواضع ونه ښیئ اودغروردعمل څخه ځان خلاص نه کړی اوددی عمل څخه لاس پرسرنه سی،   دغه  رښتونی او ریالستيک فاکتونه اوواقعیتونه به تروخت دمخه  به ډېرژور  راپيښ اورامنځته  سي  .


حتی دنړی داقتصادی کړګیچ دپیل نه مخکې  دهغه په راس کې امریکا ،چې اوس یوپاشلی  اودمنځه تللی امپراطوری دی او ددی هیوادپه نظامی اډیو کښې ، دامریکاد ملګرو په منځ کې ،په نوروهیوادونوکښې دنظامی لاسوهنوپربنسټ اوهمدارنګه دامریکا دنظامی ځواکونوپه منځ کې داخلاقی مفاسدودکبله ، په ګړندی توګه سره خپل رنګ یې  بایللی دی . اوهمدارنګه سربیره پردی باندی دامریکا ناخالص ملی تولیدیوازی شل په سلوکښې وو، داهیواد ډېر تره تر(۴۳) دروڅلویښت فیصده پوری  دکلنی بودجی څخه په نظامی چاروکې یې مصرف کړې  دي اوس لکه سرمایداران  اودانګلیستان اودفرانسی ممتازه طبقی په شان   چې یووخت  په خپل ځواک باندی ویاړیدل  اوزیار یې ایستل  چې خپل دځواک په وسیله  دکمزوروهیوادونوپرضد کارواخلی ،اما اوس دیوی پردی په راکشولوسره تردی سرلیک لاندی  ،په لمړی اودوهمه  نړیواله جګړه کې  هیوادونه دجګړی نه ستړی سوی دی ،دامریکا لوړه اوممتازه طبقه  ددی مسئلی  له کبله  چې هیواد ودی ته اړتیا لري  نووخپل بی  تاثیره  سیاستونوته بدلون ورکړی  ترڅودړنګیدوڅخه  مخنیوی وکړی ،ددغه کړنی څخه اوږه  تشوي  اونه یې مني .

اوس مهال امریکا دافغانستان اودعراق په خټو(لجن زار)اومشکلاتوکې بنداوپاته راغلی دی ،بن لادن په پاکستان کې دی او امریکا داقتصادی پلوه ډېرزیات کمزوره اوبی واکه سوی دی  .
که څه هم بارک اوباما ددی  غمیزی  اوویجاړوضعیت  مسئول نه دی ،سربیره پردی هم په یقین سره ددی پرابلمونواومشکلاتوسره به لاس اوګریوان وي . دی به  کیدی سی دمالیاتودپه زیاتوالی کې بی مېنه اوبی  میله  وي ،اما بارک اوباما به هم  دبوش زیاراوهاند دخلکوداحماقت کیدودپاره به ودی ډرامی ته ادامه ورکړی  .
نوپردی بنسټ داهسی لیدل کیږی  چې  دامریکا هیواد دتریلیون ډالروکرسې بودجی په درشل کی  قرارلری ،اوپه رښتیا سره اوباما ودی ته اړتیا لری چې  دخپل عقل اوپوهی سره عمل وکړی ،اودا صحیح اورښتیا دی  چې دهغه پرشا کیدل دعراق څخه  ښه کړنه ده ،اما دی  هم باید دعراق اوهم دافغانستان څخه  په ټولیز ډول سره  پرشا سی او ووځې ، اواوباما باید خپل دفاعی اونظامی بودجه لږاوراټيټ کړی ،اوپه رښتیا سره  امریکا مجبوره  دی  چې دغه کار او کړنه ترسره کړی  اوپه خپل  کړنلاره اوکرکترکې بدلون رامنځته کړی  امریکا باید په دی وپوهیږی  چې  دواک څخه  دکار اخیستنی  دوران  پرنړی باندی دواکداری  دپاره  پای ته رسیدلی  دی ،اودا په داهسی حال کې دی چې دامریکا لوړه اوممتازه طبقه لاتراوسه پوری هم  دغه حقیقت او واقعیت یې  نه  دی منلی .


اوباما :په افغانستان کې دکار پای چیری دی؟ دموکرات ګوندپه خټواو(لجنزار) کې لکه په ویتنام کې !
دامریکا ددفاع وزارت پينتاګون لخواڅه موده مخکی داهسی ویل کیدی چې  (۱۷۰۰۰) اوه لس زره  نوی ځواکونه وافغانستان ته ولیږی  مګر داوباما دیوشمیر طرحواووړاندیزونوله کبله ددغو ځواکونولیږل شاته ورغورځول سول . ددموکرات ګوندیوشمیر  جګپوړی  مشران انګیرنه لری اوپه تشویش کې دی چې افغانستان دبارک اوبامادپاره دویتنام په څیر چې په خټو او (لجنزار) کې بند پاته سوی ووهمداسی راګیرنسی .
فاکس نیوز په هکله وویل : بارک اوباما دامریکا جمهور رئیس  دامریکا دفاع دوزارت دلوړوقوماندانوڅخه وغوښتل  وافغانستان ته د(۳۰۰۰۰) دیرش زرونوي ځواکونودلیږدلو مخکې    دامریکاپر نظامی استراتیژی باندی  په دی هیوادکې دسره غوروکړی اوترنوی څیړنی لاندی دی ونیسی  .
دامریکا ددموکرات ګوند مشران او جګپوړی  چارواکی د (۳۰۰۰۰) دیرش زره تنه نوی ځواکونولیږدل ودی هیواد بیله یواړخیزی  کړنلاری  اودوتلوداستراتیژی  نه په تشویش اوانګیرنه کې دي .

دمطبوعاتودڅرګنډه ونی پربنسټ  تیره اونی باید دامریکا ددفاع وزارت پينتاګون (۱۷۰۰۰) اولس زره نوي ځواکونه یې  افغانستان ته ورلیږدلی وای ،اوددفاع دوزیر رابرت ګیټس دیوشمیر پوښتنوپه طرحه کولواو وړاندی کولوسره دنوموړی شمیرځواکونوورتګ شاته ولویدل .
بارک اوباما تیره میاشت په خپل لمړنی  جلسه کې یې درابرت ګیټس  دامریکا ددفاع دوزیر اوددفاع دوزارت دګډوځواکونودستردرستیز دمناسبی استراتیژی  دنه درلودل له کبله دافغانستان په هکله  دځانی یې تشویش وښوداوددوي نه یې پوښتنه کړی وو:(دکارپای ته رسول څه دی ؟) اودقناعت وړ ځواب هم دخپلی پوښتنی په هکله  نه وو ترلاسه کړی   .
دویلی وړ دی چې بارک اوباما هغه وخت ،خپل دټول ټاکنی دمبارزی په وخت کې د(۷۰۰۰) اووزروڅخه بیا تر(۱۰۰۰۰) لسوزرو پوری دسربازانوپه لیږدلو یې وافغانستان ته ټينګار کول اوقول یې  ورکړی وو چې دونه شمیر ځواکونه به لیږی،خودامریکا ددولت جګپوړی چارواکی ددی شیمرڅخه دنوروزیاتو ځواکونودلیږدلوغوښتوونکی دي .
همدارنګه دساندی تایمز دلیکنی پربنسټ ددموکرات ګوند مشران اوجګپوړی چارواکی افغانستان یوبل دخټواو(لجنزار) په اولښتولوسره دویتنام دخټواو(لجنزار) په شان بولی چې ممکن واوباما ته په همدی ډول سره و ګرځې ،نوله دی کبله  په تشویش اوانګیرنه کې دي .
دامریکایی پيښ لیک پوهانو(تاریخ پوهانو) په منځ کې دلړلیدونودپایلی په ترڅ کې ثابته سوه:
جورج بوش دامریکا په پيښ لیک (تاریخ ) کې د ډیره بدی څیری اومنفور جمهوررئیس په توګه پیژندل سویدی :دامریکا دهیوادپه پيښلیک (تاریخ) کې د(۴۲) دووڅلویښتوجمهورورئیسانوپه منځ کې  کوچینیی بوش (۳۶) شپږدیرشم ځای ونیول  اوپه نړیوال کچه دنړی په جمهورورئیسانوکې دبدی څیری اومنفورکس په توګه له دی کبله هم  یوڅلویښتم ځای یې  ترلاسه کړ،بوش  په دی نیولیک(فهرست) کې داقتصادی اداری واک  له کبله هم څلویښتم ډېرټيټ ځای  یې نیولی دی  .

دروسیی ورځپاڼی «ایزویستیا» انټرنيټی سايټ ولیکل: دامریکا دپيښلیک پوهانو(تاریخ پوهانو) په یوی ټول پوښتنی اودلړلیدونوپه پایله کې ثابته سوه چې ښه  ترینه اوبدترینه ،خپل جمهور رئیسان یې ټاکلی دی په دی هکله ایزویستیا دایتارتاس دخبری شبکی په حواله  لیکی : (۶۵) پنځه شپته کـــــــسه پيښلیک پـــوهــــانو(تاریخ پوهانو) ابراهــــام لینکلن یې دامــــریکا په


پيښلیک (تاریخ) کې دډېرښه اونامتوجمهوررئیس په توګه پيژندلی دی په دی نیولیک (فهرست )کې جورج ډبلیوبوش دډېربده څیری اومنفورجمهور رئیس په توګه دامریکا په پيښلیک (تاریخ ) کې وپیژندل سو  .
کارپوهانودامریکا دهر جمهور رئیس  په هکله  د لسوخصوصیاتوله وجهی نه دجمهورورئیسانو دکړنوپه څیړنواوپه څرګنده ولوسره یې ددوی په هکله  یې دغه پایلی دلاندنیوجمهور و رئیسانوپه  اړه په ګوته کړی ،اودغه پایلی  وروسته ددقیقوڅیړنوڅخه د”C-Spen” دټلویزیونی شبکی لخواخپورسو جورج واشنگتن، فراکلین روزولت، تئودور روزولت او هری ترومن دابراهام لینکلن سره  پنځه تن پخوانی جمور رئیسان  دډېرښه جمهور رئیسانو په توګه لومړی ځای یې ونیول او دامریکا دری پخوانی جمهور رئیسان رونالد ریگان لسم ځای ،بیل کلینتون پنځلسم ځای ،جورج بوش پلار اتلسم ځای یې په دی  نیولیک (فهرست ) کې نیولی دی .

کارپوهانو دجمهور رئیسانوګرانښت اودرنښت یې اوهم نه درنښت اونه ګرانښت یې په مستقیم ډول په ټول پوښتنی سره دننی معاصری نړی دواقعیتونو څخه   سم پردی بنسټ ګټوربولی ،دغه ټول پوښتنی اولړلیدونه د ابراهام لینکلن دزیږدو دکالیزی   او ددولتی جشن په درشل کې چې پرانستل سوی وو هغه وخت  اخیستل سوی دی ./
-اخیځلیک دفارس نیوزاوقطره نیوز څخه