د ميدان وردګ ولايت په مركز ميدانښار كې د ولايتي همغږۍ له مركز څخه پنځه څلوېښت تنه افسران فارغ او پر دوۍ برې ليكونه ووېشل شول .
د ولايتي همغږۍ له مركز څخه پنځه څلويښت فارغ شوو افسرانو په غونډه كې دميدان وردګ محمد حليم فدايي وينا وكړه ، دهمغږۍ د مركز پر اهميت يې رڼا واچوله او زياته يې كړه چې ددغه مركز موخه د عمليتاتو په وخت كې د دقيقو او پرځاى معلوماتو شننه او ځيړنه ده او وروسته د دښمن اصلي لورې په نښه كول دي چې ترڅو موږ وكولاى شو د بې ګناه خلكو دمرګ ژوبلې او بې ځايه نيونو مخنيوي وكړو او په دې اړه ستاسو ونډه د ډيرو مسوليتونو څخه خالي نه ده، وروسته په پنځه څلوېښتو افسرانو باندې چې د ميشتو بهرنيو استادانو لخوا پنځلس ورځنۍ زد ه كړه وركړل شوې وه د ښاغلى والي لخوا په ټولو افسرانو باندې برې ليكونه ووېشل شول
ديادونې وړ ده چې دغه زده كړه دميشتوبهرنيو ځواكونو استادانو لخوا د ميدان وردګ ولايت په امنيي قوماندانۍكې دملي اردو،ملي پوليسواو ملي امنيت پنځه څلوېښت افسرانو ته د دوه اونيو په ترڅ كې زده كړه وركړل شوه .