کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / دهيواد په جنوب كې ټولټاكنې امنيت ته ګواښ دي

دهيواد په جنوب كې ټولټاكنې امنيت ته ګواښ دي

 

وروسته له هغه چې افغان ولس مشركرزي ته ولس رايه وركړه او هغه يې دافغانستان لپاره ښه او غوره مشر ومانه،نو سمدستي دافغانانو دهيلوغوټۍ مخ په غوړېدو شوې. ولس تمه لرله چې اوس نو ښاغلى كرزى زموږپه رايو وټاكل شو او دهيواد اوملت په اړه به ښې او په زړه پوري ملي او افغاني پرېكړي وكړي . دولس د ريښتونو استازو ملاتړبه وكړي او حكومتي څوكيو ته به وړاوپه كار پوهه كسان راولي . البته دوخت په تېرېدو دافغان ټبر دا هيلي هم ورو ورو په سيند لا هو شوۍ.

ښاغلي كرزي په لومړيو كې داسي ښكاره كوله چې ګواكې دى بې وسه دى او دلوړپوړوچارواكو په ادلون بدلون كې نړۍ واله ټولنه او په ځانګړې ډول دامريكا متحده ايالات لويه ونډه لري. خوولس په دې پوهېده چې ښاغلى كرزى په لوې لاس له پښتنو څخه ځان ليري كوي او دډاكتر نجيب الله په څېر په پرديوهغو كسانوباوركوي چې هيڅ كله يې دهيواد اوولس كټوته پاملرنه نه ده كړې .

دولس مشر كرزي داوږدې واكمني پرمهال نړۍ واله ټولنه او افغان ولس دې نتيجې ته ورسېدل چې په هيواد كې امنيت يوازي دوسله والو طالبانو له لوري نه دى خراب شوى بلكه ددۍ كورني عوامل هم ښكاره اوجوت دي اوپه دې كې هم هيڅ شك نشته چې په سيمه كې دامنيت په خرابېدو كې پخپله دامريكا يي ځواكونولاس هم شته.

دامريكايي ځواكونوناوړه بمباريو اوناسمي پاليسي په سيمه كې دطالبانوپه تكړه كېدو كې ښه رول ولوباوه.دحامدكرزي دواليانواوخپل سرو قوماندانانوناوړه اعمال هم ددې سبب شول چې پرافغان وطن نور هم دجګړې ټغرخپورشو. ترټولوموهمه دافغان استخباراتي ايجنسۍ هغه كړني وې چې دهيواد په جنوب كې دوسله والو طالبانودځينو ډلو ملاتړ كاوه او په پټه به يې وه هغوى ته وسلې او پيسې وركولې او ورته كار په زابل ولايت كې امريكايي او په هلمندولايت كې بريتانوي ځواكونو كاوه او داسلسله تر دې پوري ورسېده چې ورو ورو دولسي جرګې ځينواستازو،واليانواو پخواني قوماندانانوهم دوسله والو طالبانووړې وړې ډلي جوړي كړې.

اوس چې په هيواد كې دولسمشرۍ دټاكنو لپاره هڅه كېږي نو ددې سره سره دا اندېښنې هم راټوكېدلي دي چې ښايي په جنوب اوكڼو نورو پښتني سيمو كې دشمال ټلوالي له لوري په امنيت كې ګډوډى راپېښ شي. دلته پوښتنه داده چې ټلواله خوټاكنې غواړي نو بيا دوى ولي امنيت خرابه وي؟ خو شمال ټلواله په اصل كي ټاكنې نه غواړي بلكه هغوى داوسني ولسمشرحامد كرزي په څېر بل داسي ولس مشر نه شي موندلاى چې ددوى ټولو ناوړه غوښتنو ته دي مثبت ځواب ووايي.

همدارازدهيواد په جنوب كې يوه بله اندېښنه داهم ده چې دولس مشر ورور او دكندهاردولايتي شوراريس احمدولي خان كرزى هم په سيمه كۍ دامنيت دخرابېدو هڅه كوي.ددې علت هم داښودل كېږي چې احمدولي خان نه غواړي چې دورور دولس مشري دوره يې ختمه شي.

كه څه هم اوس خوداسي ښكاري چې نړۍ واله ټولنه په هيواد كې ټولټاكنې غواړي او ښايي دوى هغه وسله وال طالبان هم له جګړواو چاودنو څخه كېنوي چې يا دپاكستان لپاره كاركوي او ياهم پخپله دنړۍ والوځواكونو لپاره په ځينو سيمو كې پېښي اوجګړې كوي. ولي پوښتنه داده چې داحمدولي خان كرزي ، دشمال ټلوالي او ځينو خپل سرو قوماندانانو طالبان به له جګړو څخه څوك كېنوي چې په هيواد كې ازادي ټاكنې وشي؟ داعلت دى چې په هيواد كې ټولټاكنې امنيت ته ګواښ دي اوښايي دټولټاكنودمخنيوي لپاره ګڼ افغانان قرباني شي.    
 


 

تبصره نسته

  1. tashakor wrura chi dy ta di pam sho chi ahmadwali khan ham taliban lari za ba da wawaiam chi da tul da zalim zamn taliban lari aw ta dyr sha kar kari chi raswa kari di di.