ورځپاڼو ته کتنه
د ملي ارمان نا دولتي ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په غټ سرلیک کې د اروپايې ټولنې د بهرنیو اړیکو د مشر په حواله لیکلي دي چې باید په افغانستان کې د قانون د پلې کولو لپاره هڅې وشي.
ورځپاڼې په افغانستان کې د روانو پیښو په اړه په یو مطلب کې د ایکونامیسټ مجلې په حواله لیکلي دي چې له ولس مشر کرزي نه باباې ملت جوړ کړۍ.
ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې په افغانستان کې په نشه يې توکو د روږدو کسانو حالت تبصره کړې او پدې ترڅ کې کورني تاوتریخوالي ته په اشارې لیکلي دي چې دا مسله میرمنې په نشه يې توکو روږدي کیدو ته راکاږي.
د انیس دولتي ورځپاڼې بیا د راتلونکو انتخاباتو په اړه د ولس مشر کرزي مشورتي غونډې ته په اشارې د ښاغلي کرزي په حواله لیکلي دي چې هیڅ یو اقدام باید په افغانستان کې د بې ثباتۍ او د نظام مشروعیت تر پوښتنې لاندې بو نځي.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې له افغانستان سره د جاپان په مرستو تبصره کړې او لیکلي دي چې دغه هیواد حاضر شوې چې د هیواد د ملي پولیسو شپږ میاشتنۍ تنخوا هم پخپله غاړه واخلي.
د ویسا خپلواکې ورځپاڼې بیا له پاکستان سره د امریکا د مرستو په اړه په یو مطلب کې لیکلي دي چې امریکا باید له پاکستان سره پخپلو مرستو له سره غور وکړي.
ورځپاڼې د موضوع په دوام لیکلي دي چې په تیرو څو کلونو کې له پاکستان سره دولس میلیارډه ډالره مرسته شوې خو بیا هم القاعده له دغه هیواده سر پورته کوي.
ورځپاڼې په پاکستان کې د طالبانو د فعالیتونو په اړه په یو مطلب کې هغه یوه داسې ډرامه بللې چې د سوات د سیمې په اسټیج ترسره کیږي.
ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې افغانستان د جنګي وسایلو د قاچاق سیمه بللې او لیکلي دي چې دا هر څه د ترورزم په خلاف د مبارزې میراث دې.
د ارادې خپلواکې ورځپاڼې بیا د یو امریکايې لیکوال په حواله لیکلي دي چې افغانستان ته د نورو سرتیرو استول ستره تیروتنه ده.
ورځپاڼې د موضوع په دوام لیکلي دي چې دا اقدام به د بارک اوباما ځوان حکومت له سختو ستونزو سره مخ کړي.
ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې په سیمه کې د پاکستان په سیاستونو تبصره کړې او د امریکا د کانګرس د یو غړي په حواله يې لیکلي دي چې نور نو د پاکستان دوه مخې سیاست د منلو وړ ندې.
ورځپاڼې خپله سرمقاله د راتلونکې کال د پیښو په اړه وړاند وینې ته ځانګړې کړې او لیکلي دي چې یو خونړې کال په وړاندې پورت دې.
د اصلاح او هیواد دولتي ورځپاڼو هم د افغانستان او سیمې روان حالات څیړلي او بیلابیل مطالب يې پرې خپاره کړیدي.
هیواد هم پخپله سرمقاله کې د راتلونکو انتخاباتو په اړه د تیرې ورځې مشورتي غونډې ته په اشارې لیکلي دي چې هر اقدام باید په هیواد کې د ثبات د تینګښت او د نظام د مشروعیت په پام کې ساتلو سره وشي.
خو اصلاح بیا لیکلي دي چې د پاکستان په سوات کې سوله او افغانستان کې جنګ د ملا فضل اله د اسلام یوه بیلګه ده.
د افغانستان ټایمز انګلسي ژبې خپلواکې ورځپاڼې بیا په پاکستان کې د افراطي ډلو فعالیتونو ته په اشارې هغوې بریالي بللې دي.
ورځپاڼې د موضوع په دوام د پاکستان په حوکمت هم انتقاد کړې دې چې د سوات په دره کې يې د تاوتریخوالي د دوام لپاره زمینه برابره کړې.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې په کابل کې د غیر قانوني کورونو د جوړولو ستونزه څیړلې او لیکلي دي چې ددې ستونزې حل اوږد مهاله هڅې غواړي.